د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر تېره ورځ (سه‌شنبه) په بلخ ولایت کې د لاجورد استوګنیز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده.

ښاغلي برادر په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته ویلي، چې افغان حکومت هېواد د اقتصادي خپلواکۍ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او زیربنایي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې لاجورد کمپلېکس یې ښه بېلګه ده.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت ځان مکلف ګڼي چې د ودانیزو پروژو په برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د معلوماتو له مخې، لاجورد استوګنیز کمپلېکس کې د خصوصي سکټور له لوري ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې شاوخوا ۱۴۴۸ اپارتمانونه به پکې په عصري او معیاري بڼه جوړ او شاوخوا ۷۰۰۰ هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه کمپلېکس پر شاوخوا ۲۱ جریبه ځمکه جوړېږي، چې د سوداګریزې او روغتیا برخو تر څنګ به ښوونځي، شنې ساحې، مسجد، د تفریح او ورزش ځایونو په ګډون ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version