د الجزيرې د راپور له مخې، د بريټانيا او فرانسې په شمول د څه باندې شلو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي ټولنې چارواکو د اګست په ۱۲ مه په يوه ګډه اعلاميه کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې غزه کې د لوږې د له منځه وړلو لپاره بېړنی اقدام وکړي.
سرچينه وايي، دغو هېوادونو له اسرائيل څخه هم غوښتنه کړې چې پر بشري ارګانونو وضع شوی محدوديت دې لرې کړي، تر څو مرستندويه توکي له خنډونو پرته غزې ته ولېږدول شي.
اعلاميه وايي، چې په غزه کې بشري ناورين بې سارې کچې ته رسېدلی، نو نړيواله ټولنه دې د دی حالت د ختمېدو لپاره بېړني تدبیرونه ونيسي.