ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۷/۲/۱۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دوه مهم سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.

۲_فراه ښار کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې.

۳_تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_بلوچستان کې د پاکستان امنیتي ادارو لپاره ۴۸ خونړي ساعتونه؛ ۳۳ ځلې هدف ګرځول شوي.

۲_د پاکستاني پوځ پر زغره‌وال موټر د پاکستاني طالبانو بمي برید، مرګ‌ژوبله اړولې.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند هڅې؛ د حماس غورځنګ يو پلاوی مصر ته تللی.

۲_۲۴ هېوادونو غزه کې د لوږې د له منځه وړلو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د اوکراين ولسمشر ويلاديمير زيلينسکي: د خپلې خاورې د بايللو هر وړانديز راته د منلو وړ نه دی.

۲_د هنګري لومړی وزیر: روسیې د اوکراین جګړه ګټلې.

۳_زیلینسکي: د ټرمپ او پوتین ترمنځ د راتلونکې لیدنې پایلې به ونه‌ مني.

۴_هاکان فېدان: اړتیا ده چې سوریه کې د موجودو ګواښونو او ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version