د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې د ملي دفاع وزارت د حکم پر بنسټ د دغه ولایت ۴۰۰ ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي.

د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې یاد کسان به تر لومړنیو اداري مراحلو وروسته د پنځه میاشتنیو پوځي زده‌کړو لپاره کابل ته واستول شي.

نوموړي زیاته کړې، سږ کال د دغه ولایت ۱۵۰۰ نور ځوانان هم د افغان حکومت د مشرتابه په حکم د ملي اسلامي اردو لیکو کې جذب شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version