د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو چې ویلي یې دي، د بګرام هوایي ډګر باید بیا د امریکا متحده ایالاتو ته وسپارل شي، په افغانستان کې د توندو غبرګونونو څپه را پورته کړې. د ټرمپ دغه خبرې چې له مبهمو ګواښونو سره مل وې، نه یوازې د افغانستان د حکومت له لوري، بلکې د ډېرو خلکو، شنونکو او دولتي چارواکو له خوا کلکو د ځوابونو سره مخ شوې دي.

دغه غبرګونونه ښيي چې د افغانستان ټولنه سیاسي بلوغ ته رسېدلې او فکري خپلواکي یې موندلې ده. نور افغانان حاضر نه دي د زور خبرې واوري او د بهرنیو ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند وکړي.

ټرمپ ویلي ځکه چې امریکا د بګرام جوړوونکې ده، نو باید بېرته یې ونیسي. خو دا ډول منطق د سیاست او نړۍوالو حقوقو په نړۍ کې هېڅ ځای نه لري. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ ځواک نه شي کولای د پخوانیو جوړونو په پلمه د دې خاورې پر کومې برخې دعوه وکړي.

د افغانستان چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې له امریکا سره باید اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ وي، نه د ګواښ او زورواکۍ پر بنسټ. دا ډول دریځ ښيي چې افغانستان نوې ډیپلوماسي درک کړې، که څه هم ځینو چارواکو په مقابل کې ورته ګواښونه هم کړي دي.

نړۍ باید پوه شي چې افغانستان نور هغه پخوانی زیانمنونکی هېواد نه دی. د افغانستان خلک که څه هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو پر خپل استقلال او عزت باور لري. دا باور یو داسې پانګه ده چې هېڅ بهرنی ځواک یې نه شي غصبولای. بګرام د شل کلن پوځي حضور نښه وه، چې له ټولو لګښتونو سره، سره اوس د تاریخ برخه ګرځېدلې ده.

د ټرمپ څرګندونې تر ډېره د هغه د شخصي نظرونو انعکاس دی، نه د امریکا د رسمي سیاست. هغه په تېرو وختونو کې هم څو ځله د ځینو ځایونو لکه ګرینلنډ او پاناما کانال د مالکیت په اړه لانجمنې خبرې کړې دي.

افغانان باید پوه شي چې رښتینی ځواک په یووالي کې دی. د بهرنیو ګواښونو په وړاندې تر ټولو ښه ځواب داخلي یووالی دی. هر افغان وګړی باید د هېواد په دفاع کې خپل سهم ولري.

نړۍواله ټولنه هم باید دې حقیقت ته درناوی وکړي چې افغانستان، له ټولو ستونزو سره، سره د خپل برخلیک د ټاکلو حق لري. هېڅ هېواد باید د امنیتي یا سیاسي پلمو په نوم د افغانستان پر خاوره د بېرته راستنېدو غوښتنه و نه کړي او همدارنګه د افغانستان د حاکمیت درناوی د نړۍوالو اړیکو یو بنسټیز اصل دی.

د بګرام قضیه زموږ لپاره یو فرصت دی چې یو ځل بیا د خپل هېواد پر خپلواکۍ ټینګار وکړو. د بګرام هوايي ډګر که څه هم د تېرې پوځي ځواکمنۍ نښه وه، نن کولای شي د مقاومت او عزت نښه وګرځي. دا بدلون د ټولنې د ټولو قشرونو د پوهې، یووالي او ګډې هڅې غوښتنه کوي.

موږ باید د ګواښونو په دې شور کې ویښ پاتې شو؛ نه د وېرې، بلکې د هیلې په روحیه. باید تاریخ ولولو، راتلونکی جوړ کړو او اجازه ور نه کړو چې کوم ځواک ـ که کورنی وي او که بهرنی- زموږ پر برخلیک لوبې وکړي. افغانستان تازه له زخمونو رغېدلی دی. تازه ژوندی شوی دی او ژوندي پاتې کېدل یعنې د ولاړېدو توان، آن د هغو دېوانو پر وړاندې چې ځان د نړۍ مالک ګڼي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنې د ټرمپ د څرګندونو په وړاندې په کلکو غبرګونونو خپل سیاسي بلوغ او فکري خپلواکي وښودله، ځینو سیاسي څېرو یو ځل بیا ښکاره کړه چې د ملي ګټو پر ځای لا هم د شخصي لوبو او بې‌ګټې سیالیو ښکار دي.

عطا محمد نور، د بلخ پخواني والي، په غیر متوقع ډول د افغانستان اوسني چارواکي وطن‌پال او د خاورې‌پلورنې له تور څخه یې پاک ګڼلي دي؛ په مقابل کې مارشال دوستم دا دریځ د وطن‌ سره خیانت ګڼلی او عطامحمد نور یې د افغان حکومت څخه په پټ ملاتړ تورن کړی دی. د دوی دغه مخالفتونه ښيي چې ځینې سیاستوال لا هم شخصي ګټې تر ملي عزت غوره بولي.

د نور او دوستم اختلاف د هغو کسانو رسوايي بربنډوي چې د خلکو ترڅنګ د درېدو پر ځای یوازې د خپلې څوکۍ د تأمینولو هڅې کوي. دا سیاسي رسوایي ښیي چې د افغانستان استقلال او عزت یوازې په شعار نه، بلکې په رښتیني عمل او ملي یووالي خوندي کېږي. بګرام د تاریخ برخه شوه، خو د وطن پر خاوره د وفادارۍ ازموینه لا روانه ده او ځینې په دې ازموینه کې ناکام شوي دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version