د لازر‌ انسټیټیوټ په نوم يوه څيړنيز مرکز تازه د غزې د جګړې په اړه په ۵۱۷ عامو اسرائيلي وګړو يوه سروې ترسره کړې چې په لوړه کچه اسرائيلو پکې خپل پوځ او حکومت د حماس غورځنګ په وړاندې ناکام بللی.

په ياده سروې کې۴ سلنه اسرائیل په دې باور لري چې صهیونیستي رژیم د غزې جګړه کې خپلو اهدافو ته رسیدلی دی او ۹۶ سلنه نورو بيا ويلي چې صهیونیستي رژیم د غزې په جګړه کې موخو ته نه دی رسېدلی او ناکام دی.

تر دې وړاندې هم د اسرائيلو په بېلابېلو ښارونو کې عامو خلکو د نتنياهو او حکومت پر ضد لاريونونه کړي وه او حکومت یې د غزې په جګړه کې ناکام او مجرم بللی وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version