لیکوال: خالد قره باغی

احمد مسعود لکه خپل پلار، د ځینو کړیو په هڅو، د يو بل مصنوعي اتل د جوړولو پروسه پر مخ وړي. مونږ ډېر اورو چې تاريخ تکرارېږي، خو په دې تنها هغوی پوهېږي چې تاريخ څاري يا يې څېړي.

په کراتو، کراتو مو داسې پېښې او واقعات وليدل، چې د تاريخ د تکرار خبره صدق پرې کوي. دا او دې ته ورته ډيرې پېښې د نړۍ په معاصر تاريخ کې شته او لا هم ژوندۍ دي.

احمد مسعود چې د احمدشاه مسعود زوی او ځای ناستی دی، نن سبا د افغانستان د مخالفينو او بد خواهانو پر رسنیزو ادرسونو کله نا کله را ښکاره کېږي او د سرپرست حکومت په ضد څرګندونې کوي. له څرګندېدو او مطرح کولو یې ښکاري، چې غرب او د افغانستان دښمنان غواړي له احمد مسعود څخه يو بل اتل(!) او احمدشاه مسعود جوړ کړي.

د احمد مسعود د اتل جوړولو لامل دا دی، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له حاکمیت سره د جوړ شوي مصنوعي اتل احمد شاه مسعود خیالي اتلولي او نوم پيکه او د تاريخ کثافت دانۍ ته وغورځېدل.

غرب غواړي چې په اوسني افغانستان کې داسې يوه څېره د خلکو په اذهانو کې پيوند کړي، چې د خلکو فکر له هېواد او سرپرست حکومت څخه بل لوري ته واړوي. په دغسې حساسو حالاتو کې د غرب شوم پلانونه په هېواد کې د ثبات، پرمختګ، یووالي او رواني امنیت د اخلالولو په هدف تطبیق کېږي، خو شومو اهدافو ته رسېدل یې تقریباً ناممکن شوي دي.

بل‌خوا غرب په خپلو پلانونو کې ناسم انتخاب کړی دی، ځکه د اتلولۍ لپاره يې داسې یو څوک ټاکلی، چې د پلار په نسبت یې ډېر کمزوری او له سياسي شعور بې برخې دی. احمد مسعود خپل ټول عمر له هېواد څخه بهر تېر کړی، له همدې امله د خپلو خلکو او ټولنې له فکر او احساساتو هم خبر نه دی.

احمد مسعود د خپلو ناسمو صفاتو له امله د جمعيت، شورای نظار او پرځېدلي جمهوریت د مشرانو ترمنځ د بې باورۍ او اختلافاتو سبب جوړ شوی دی، له دوی سره یې د روغې او جوړې هڅې کړي، خو هر ځل ناکام شوی دی. د هغه هڅه تنها د دې لپاره ده چې د مشر په توګه یې ومني او د اتل(!) نوم ورکړي.

احمد مسعود ډېری وخت په کړو، وړو کې د خپل پلار کړنلارې کاپي کوي. د خپل پلار په څېر محدود او له تعصب ډک فکر لري؛ خپله نامشروع جګړه د یوه قوم یا ځانګړې جغرافیې لپاره خاصوي او د ازآدۍ(!) په نوم د پردیو د شومو اهدافو د تحقق لپاره کار کوي. په دغه کاپي شوو کړنو غواړي ځان هم اتل معرفي کړي.

احمد مسعود د خلکو د توجه جلبولو په موخه ځینې وخت د ټول افغانستان د نیولو دعوه هم کوي، خو خپله بیا د افغان له کلمې منکر دی او پلویان یې ملي هویت یو ځانګړي قوم ته منسوبوي.

دې ټولو مواردو ته په کتلو، ویلای شو چې یو شمېر کړۍ هم د احمد مسعود کاذب شخصیت د دې ټولو خامیو په شمول، د اتل په توګه مطرح کول غواړي، داسې اتل چې لا له وړاندې په افغان ولس کې منفور شوی او په هیڅ صورت ورته د منلو نه دی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version