Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ډيپلومات مجله: چابهار او د منځنۍ اسیا بندرونو پر افغانستان د پاکستان فشارونه بې ګټې کړي
    لیکني

    ډيپلومات مجله: چابهار او د منځنۍ اسیا بندرونو پر افغانستان د پاکستان فشارونه بې ګټې کړي

    صابر افغانصابر افغان22 مارچ 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    ډيپلومات مجلې په خپلې تازه ګڼې کې لیکلي، چې طالبانو د ایران چابهار او د منځنۍ اسیا د هېوادونو بندرونو او ترانزیټي لارو ته پر مخ اړولو سره د پاکستان له خوا پر افغانستان د فشار آلې او وسیلې د پام وړ راکمې کړې دي.

    د سرچینې په خبره، طالبان په دې کار سره غواړي چې پر پاکستان د افغانستان تکیه راکمه کړي او له دې چارې څخه له پاکستان سره د افغانستان د اوږدمهالو اړیکو په اړه بې باوري له ورایه څرګندېږي.

    د مجلې د لیکوال په باور دا کار به طالبانو او افغانستان ته د دې زمینه برابره کړي چې پر پاکستان تکیه راکمه کړي او په دې سره به نو اسلام اباد پر کابل د فشار مهمه وسیله له لاسه ورکړي.

    په مطلب کې وړاندې راغلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د بالقوه کوریډور پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه دی او په دې سره ایران کولی شي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې امن افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وصل شي او افغانستان ته هم دا کوریډور ډېرې ګټې لري.

    د سرچینې په وینا، دا کوریډور د پاکستان د هغه پلان مخه نیولی شي، چې غواړي خپل هېواد د مرکزي اسیا او نورې نړۍ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مرکز بدل کړي او له دې په سیمه کې شته پراخو طبیعي سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.

    دغه مجلې وړاندې لیکلي چې دغه کوریډور له یوې خوا په سیمه کې د پاکستان نفوذ د پام وړ راکموي او له بله خوا هند ته دا موکه په لاس ورکوي چې په اقتصادي لحاظ په سیمه کې نور هم وغوړېږي، چې دا چاره به د پاکستان لپاره یو وېروونکی خوب وي، ځکه دغه هېواد د دې کار د مخنیوي لپاره لا له وړاندې ډېرې هڅې کړې دي.

    د مجلې په خبره، پاکستان دې ته خوشبینه و، چې د چین په ابتکار د سیپېک اقتصادي کوریډور کې به د منځګړي او مهم غړي په توګه رول ولوبوي.

    دغه نوښت چین پیل کړی چې غواړي د پاکستان له لارې افغانستان او له دې لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي کوریډور پرانیزي.

    له بلې خوا، دغه کوریډور د پاکستان د هغو فشارونو مخه هم ډپ کوي، چې د ټي ټي پي په مسئله کې یې پر افغانستان راوړي، ځکه دغه هېواد له کلونو راهیسې له نظامي، مذاکراتي او نورو لارو چارو څخه په ګټې اخیستې هڅه کوي چې په یاد هېواد کې د ټي ټي پي په ګډون نورو وسله والې ډلې یا له منځه یوسي او یا یې هم یوه جوړجاړي ته اړ کړي، ځکه دغه ډلې یاد هېواد ته په لوی سرخوږي بدلې شوې دي.

    دغه وسله والې ډلې هره ورځ په پاکستان کې خونړي بریدونه کوي او اوس پاکستان ته پر دغو ډلو د فشار وسیلې ورځ تر بلې محدودېږي.

    د سرچینې په خبره، داسې ښکاري چې پاکستان د دغه هېواد دننه له وسله والو ډلو سره په یوې بې پایه جګړې کې ښکېل دی او د دغه هېواد دننه د سیاسیونو ترمنځ شدید اختلاف د دغو ډلو د له منځه وړلو او یا هم کمزوري کولو هڅې ټکنۍ کړې دي.

    که څه هم دغه هېواد په ۲۰۱۴ کال کې پر یوه پوځي ښوونځي تر خونړي برید وروسته، د وسله والو ډلو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي، خو د ټي ټي پي پر وړاندې د جګړې په اړه د دغه هېواد د رهبرۍ ترمنځ شدید اختلاف د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې روایت ډېر کمزوری کړی دی.

    له همدې کبله د ټي ټي پي د مسئلې د حل په اړه د پاکستان هیلې تر ډېره پر دې باور پورې تړلې دي چې ګواکې پر افغان طالبانو باندې پر فشار راوړلو سره به وکولی شي چې دا مسئله حل کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د پاکستان دا هیلې هم مړاوې شوي او پر طالبانو د هر ډول فشار راوړلو سره سره، دې موخې ته ونه رسېدل او له دې سره جوخت په پاکستان وسله والو ډلو خپلو بریدونو شدت ورکړی دی. پاکستان تور پورې کوي چې دغه ډلې په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري، خو افغان اړخ بیا د پاکستان دا ادعا ردوي او دا چاره د پاکستان داخلي ستونزه بولي.

    پاکستان پر طالبانو د فشار لپاره د کډوالو پر جبري ایستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په فرضي کرښه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر بندولو، لارو تړلو او نورو په ګډون اقداماتو لاس پورې کړ، خو کومه نتیجه یې نه درلوده، بلکې طالبان یې دې ته وهڅول چې پر دغه هېواد د افغانستان هر ډول اتکاء راکمه کړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه پر چابهار بندر سربېره، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او په دې سره یې پاکستان ته خپل څرګند پیغام واستوه.

    د سرچینې په باور، پاکستان د خپلو مذهبي مشرانو او نورو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې هم هڅه وکړه، چې پر طالبانو فشار راوړي، چې د ټي ټي پي ستونزه ورته حل کړي، خو دې چارې هم چندان پایله نه درلوده او لا هم په دغه هېواد کې امنیت وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو خواته روان دی.

    سرچینې په پای کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د پاکستان پر ځای د نورو بدیلو لارو چارو لټولو د دغه هېواد ستراتېژیک اهمیت له ګواښ سره مخ کړی او له دې وروسته به افغانستان د سیمې سیاست او امنیت په برخه کې د پام وړ وي. د ډيپلومات مجلې دا واقعي او حقیقي لیکنه له ټولو هغو ابهاماتو او دغه راز په تېرو نږدې دوو نیمو کلونو کې د امارت له فعالې ډيپلوماسۍ پرده پورته کوي، چې افغانستان یې ورځ تر بلې له انزوا را ایستلی دی.

    دغه راز په دې سره پاکستان ته یو ځل بیا ور یادوي چې داخلي ستونزې په خپله حل کړي، له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، ځکه د پاکستان لپاره دا یوازینی منطقي انتخاب دی، له دې پرته که پاکستان په غیر منطقي توګه پر افغانستان د هر ډول فشار راوړلو هڅه کوي، همداسې به بې اغېزې وي، لکه تر ننه چې وو، بلکې په دې سره به یاد هېواد نور هم ورځ تر بلې د کمزورۍ، بېوزلۍ، سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړو دوړ خواته درومي او ټول هغه فرصتونه به له لاسه ورکوي، چې اوس یې لري.

    پاکستان لا هم د خپلې بقا لپاره وخت لري، خو دا وخت ډېر کم دی، ښايي بیا به اسلامي امارت د ورورۍ او ښه ګاونډیتوب پر اوسنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي او متقابله پالیسي به غوره کړي، چې یو مخ به له پاکستان سره هر ډول راکړه ورکړه بنده کړي، ځکه افغانستان اوس ډېرې داسې نورې لارې چارې په لاس کې لري چې اصلاً پاکستان پکې له پامه غورځولی شي

    .

    مخکینۍ مقالهد افغانستان بانک سبا ۱۵میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي
    راتلونکي مقاله ننگرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ ۳ غړي وژلي

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ پر صهیونیستي اهدافو د «وعده صادق-۳»…

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ایران په پارلمان کې د قم استازی منان رئیسي: د فردو اټومي تاسیساتو سطحي برخې زیانمنې شوې چې د بیارغونې وړ دي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.