Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري
    سیاسي لیکني

    تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري

    عمران آغاعمران آغا1 اکتوبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نورستان کې د تش په نوم آزادۍ جبهې له وروستۍ سختې ماتې وروسته، د دې ډلې د قوماندانانو ترمنځ ژور اختلافات پیدا شوي او خپل منځي چلند یې تر بل هر وخت ډېر توند شوی دی، ځکه دوی پر خنجاني شک لري، چې په دې ماته کې یې لوی لاس دی او د غولول شويو کسانو پر سر یې معامله کړې ده.

    په نورستان کې د تش په نوم آزادۍ(پاور بانک) جبهې د ټولو شومو پلانونو ناکامۍ د دغه جريان په منځ کې داسې بې باوري او انشعاب رامنځ ته کړی، چې د پوځي رژیم آی ايس آی یې په خپلو ټولو اوپراتیفي پلانونو کې له څرګندې شرميندګۍ سره مخ کړی او له همدې امله هڅه کوي چې د دغه اختلافاتو د زیاتېدو مخه ونيسي.

    په آزادۍ جبهه کې د دغو مخ پر زیاتېدونکو اختلافاتو اصلي عاملین صفي‌ الله محمدي او فضل ربي خنجاني دی؛ دوی چې په چترال کې د پاور بانک جبهې له خوا د آی ايس آی له ملاتړه د برخمنو غولول شويو کسانو مشري کوي، په کامدېش کې یې له ناکامۍ وروسته په خپلو منځونو کې د معاملې تورونه تبادله کړي، چې له امله یې په پلانونو کې جدي خنډونه رامنځته شوي دي.

    بل پلو د پاور بانک جبهې يو بل قوماندان رحمت‌ الله قادري هم حاشیې ته شوی دی، هغه چې په جبهه کې د اختلافاتو اصلي سرچینه ده، په ډله کې دننه یې خپله جايګاه او باور بایللی. قادري مخکې په ډله کې ډېر رول درلود، خو اوس د ناکامو برنامو، شخصي ستونزو او يو لړ نورو ستونزو له امله ناراض شوی دی.

    دغو اختلافاتو او خپل منځي تورونو د تش په نوم آزادۍ جبهې عملیاتي تحرکات تقریباً فلج کړي دي، چې له امله یې د پوځي رژیم استخباراتي ادارې اړ شوې دي، څو د دوی په منځ کې مداخله وکړي او را ولاړې شوې ستونزې په يو ډول حل کړي، ځکه دغه ادارې وېره لري چې پانګونه یې بې ځايه ده او هغه موخې چې ورسپارل شوې وې، نه دي ترلاسه کړي.

    خو دا به محال وي چې د دوی ترمنځ شته اختلافات په اسانۍ حل او بيا د افغان حکومت د قاطع دريځ په وړاندې خپل مخالفت ته دوام ورکړي. دغسې مخالفتونه او جګړې چې موخې یې پرديو ورکړې وي او د ډلې دننه خپل هیڅ داخلي موخې او برنامه نه لري، ناکامي یې حتمي ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهیوناما هم تائید کړه، چې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي
    راتلونکي مقاله ۱۰۰ ثانیې خبر

    مربوطه لیکنې

    له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پراختیا؛ د پاکستان وېره او نیابتي جبهې یې

    22 اکتوبر 2026

    له پنځو کلونو هڅو وروسته؛ پر خپلې بې وسۍ د مخالفینو اعتراف

    20 اکتوبر 2026

    د نیابتي جګړې ناکامي او د مخالفینو د داخلي جګړې ناسم روایت

    19 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 اکتوبر 2026

    له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پراختیا؛ د پاکستان وېره او نیابتي جبهې یې

    د افغانستان حکومت له هغه وخت راهیسې چې د چارو واګې یې په لاس کې…

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    22 اکتوبر 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: د امریکا د ژمنو په عملي کېدو سره به هرمز تنګی بشپړ پرانیستل شي او ایران د امریکا او اسرائیلو له لوري د احتمالي نوې جګړې لپاره چمتو دی

    21 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له افغانستان سره د نړۍ د تعامل پراختیا؛ د پاکستان وېره او نیابتي جبهې یې

    22 اکتوبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    22 اکتوبر 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: د امریکا د ژمنو په عملي کېدو سره به هرمز تنګی بشپړ پرانیستل شي او ایران د امریکا او اسرائیلو له لوري د احتمالي نوې جګړې لپاره چمتو دی

    21 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.