Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله
    سیاسي لیکني

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    عمران آغاعمران آغا2 اکتوبر 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په نورستان کې د تش په نوم آزادۍ جبهې له خوا د پاکستاني پوځي رژیم په ملتیا وروستۍ نښتې او ماتې هغه تحلیلونه دقیق ثابت کړل، چې دغه ډله نیابتي ده، برنامه یې ناکامه او ډله یې د ژورو اختلافاتو کوربه ده. یاسین ضیاء د داسې ماشیني ډګروالانو او افسرانو په وسیله جګړه مدیریت کوي، چې هغوی وړاندې هم د جګړې په ډګر کې کومه ملموسه لاسته راوړنه نه درلوده او همېشه یې پر تېښتې تکیه کړې وه.

    نورستان په طبعي ځنګلونو پوښلی ولایت دی، درې او پېچلې لارې لري، خو د پاور بانک جبهې کم سِنه قوماندانانو بې تجربې، ناخبره او غولول شوي ځوانان دې سیمې ته د جګړې لپاره را ولېږل، د آی ایس آی په ملګرتیا یې لارې – لیکې ورته ښودلې، خو کله چې یې قوماندان پوه شول چې د جګړې ډګر سخت دی او دوی به حتمي ماتې خوري، نو سمدلاسه له سیمې وتښتېدل او د پوځي رژیم کمپونو ته یې پناه یووړه.

    د تش په نوم آزادۍ جبهې دغه ماتې، د یادې ډلې دننه د بې کفایتۍ بېلګه هم نندارې ته وړاندې کړه. فضل ربي خنجاني او صفي الله محمدي چې په چترال کې د پاور بانک جبهې له اړخه مسؤلین دي، خپلې ډلې ته یې شرموونکې ماتې ور په برخه کړه؛ دا ماتې دومره شرموونکې وه، چې یادې ډلې انکار وکړ او ادعا یې وکړه چې نیول شوي کسان د دوی اړوند نه دي.

    بل خوا د تش په نوم آزادۍ جبهې په منځ کې له دې سره یو لړ اختلافات رامنځ ته شول، چې ډېر په شدت پر مخ تلل، مګر کله چې د پوځي رژیم استخباراتو د دوی په منځ کې مداخله وکړه او په مستقیم ډول یې د دوی اختلاف د مؤقت وخت لپاره حل کړ، د یادې ډلې اړوند یې دا تائید کړه، چې خپلو پرېکړو، ملګرتیا، دښمنۍ او فعالیتونو کې هم خپلواک نه دي، بلکې اوس به د نیابتي عسکرو په څېر د آی ایس آی اطاعت کوي او یاسین ضیاء یوازې د ډلې یو سمبولیک مشر دی.

    دا د افغان حکومت د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه پاور بانک جبهې د ضعف او ناکامۍ ستر علتونه دي، چې برنامې، دوستي، دښمني، راتلونکي او هر څه یې نور ورته ټاکي، پخپله نه د دې ظرفیت لري چې څه وکړي او نه یې اوس څوک پرېږدي چې د پردو په نیابت له جنګېدو پر شا شي؛ دوی پلورل شوي دي، داسې چې بیا به د ابد لپاره د پردو له احسانونو خلاص نه شي. اصلاً دغه ډلې هیڅ راز مشروعیت نه لري، ځکه خو یې د واک ترلاسه کولو په تمه د ازلي دښمن نیابت ته غاړه ایښې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامریکا سعودي عربستان او قطر ته د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره پاتریوت سیسټمونه لېږلي
    راتلونکي مقاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    مربوطه لیکنې

    تش په نوم آزادۍ جبهه کې زیاتېدونکي اختلافات او بې باوري

    1 اکتوبر 2026

    بلوچستان او چترال؛ پر نیابتي جبهاتو د پاکستان د اتکاء ناکام انجام

    26 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 2 اکتوبر 2026

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي،…

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026

    امریکا سعودي عربستان او قطر ته د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره پاتریوت سیسټمونه لېږلي

    2 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ: پاکستان باید هلمند او کونړ کې پر ملکي وګړو د شویو بریدونو په اړه حساب ورکړي او دا د بې کفایتۍ پایله ده

    2 اکتوبر 2026

    له پوځي رژیم سره د تش په نوم آزادۍ جبهې نیابتي معامله

    2 اکتوبر 2026

    امریکا سعودي عربستان او قطر ته د انرژۍ د تاسیساتو د ساتنې لپاره پاتریوت سیسټمونه لېږلي

    2 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،198 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.