د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې دوه شر اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په زاري ولسوالۍ اړوند د امرخ کلي کې یو شمېر باغیانو غوښتل چې د سیې د ملکي وگړو بازار او هټیو ته اور ورته کړي، چې د امنیتي ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ مخکې له مخکې ونیول شول او پلان یې ور شنډ کړ.
د امنیتي مسوولینو په خبره، یاد شر اچوونکو له امنیتي ځواکونو سره وسلهواله نښته پیل کړه، چې په پایله کې یې دوه شر اچوونکي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.