Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هلمند د خورماوو بڼونو د جوړولو هڅې روانې دي
    افغانستان

    هلمند د خورماوو بڼونو د جوړولو هڅې روانې دي

    صابر افغانصابر افغان24 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هلمند د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د بزگرانو او بڼوالو د ملاتړ او ډول ډول مېوو بڼونو دودولو په موخه په یو شمېر بزگرانو او بڼوالو د لوړ ارزښت لرونکو مېوو نیالگي وېشل شوي او ترڅنگ یې ننداریز بڼونه هم جوړ شوي دي.

    له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سږکال د هلمند ولایت د کرنې ریاست له‌خوا د دې ولایت د مرکز لښکرگاه په گډون د ناوې، نوزاد، موسی کلا او گرمسېر ولسوالیو کې د خُورماوو لس ننداریز بڼونه جوړ شوي دي، ترڅو بزگران وهڅېږي، چې په خپلو ځمکو کې د خُورماوو بڼونه ورغوي.

    د دې ترڅنگ هغو بڼوالو ته چې د خُورماوو بڼونه ورته جوړ شوي دي د یادو بڼونو د ښې روزنې او پالنې په برخه کې ورته د مسلکي کارکؤنکو لخوا زده کړې او یو شمېر کرنیز توکي هم ورکړل شوي دي.: «د هلمند دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، دامهال عامو بزگرانو پخپلو ځمکو کې د خُورماوو بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده چې ورسره یوشمېر بزگرانو په خپلو ځمکو کې د خُرماوو بڼونه جوړ کړي دي.

    د هلمند ولایت د کرنې اداره په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د مختلفو برنامو له لارې د بزگرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوی وهڅېږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.»

    اوسمهال په ننگرهار کې د خورماوو بڼونه رسېدلي دي، چې هر کال ترې لسگونه ټنه خورما راټولېږي او د هېواد گڼو ولایتونو ته رسول کېږي.

    ننگرهار، هلمند، لغمان، کونړ، خوست او نیمروز هغه ولایتونه دي چې د خورما بوټو پکې مثبته پایله ورکړې ده.

    مخکینۍ مقالهد څلور مېلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول
    راتلونکي مقاله بلخ کې دوه شر اچوونکي وژل شوي او درې ژوندي نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژيم پکتيکا ولايت کې هم درې ماشومان شهيدان کړي

    10 جون 2026

    پاکستاني رژيم د خپلو جنايتونو په دوام کونړ کې هم عام خلک شهيدان او ټپيان کړي

    10 جون 2026

    خوست کې د پاکستاني رژيم د بمبار له امله شل کسان شهیدان او ټپيان شوي دي

    10 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 10 جون 2026

    امريکا ته د عراقچي خبرداری؛ که غواړئ خوندي پاتې شئ، نو سيمه پرېږدئ

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، پر خپل هېواد د وروستیو بریدونو په…

    سپاه پاسداران په بحرين، کويټ او اردن کې امريکايي تاسيسات په نښه کړي

    10 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا ته د عراقچي خبرداری؛ که غواړئ خوندي پاتې شئ، نو سيمه پرېږدئ

    10 جون 2026

    سپاه پاسداران په بحرين، کويټ او اردن کې امريکايي تاسيسات په نښه کړي

    10 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.