د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د کابل ښار په ۱۸مه حوزه کې دوه تنه غله وژل شوي او یو له سیمې تښتېدلی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، بېگاه شپه د کابل ښار ۱۸مې حوزې اړوند سیمه کې درې تنو وسلهوالو غلو د گزمې پر پولیسو ډزې کړې، چې په متقابلو ډزو په پایله کې دوه تنه غله ځای پر ځای وژل شوي او د یو بل د نیولو هڅې روانې دي.
په کابل کې اوسمهال نسبي امن دی؛ خو وخت ناوخت پکې انسان تښتوونکي، غله او نور شوکماران پیدا کېږي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ډېر ژر له منځه وړل کېږي.
پرون د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې یې ۳۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي، چې اوسمهال ترې پوښتنې گروېږنې روانې دي.