Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»غزې ته د مرستو رسولو بېړۍ روانې شوې دي
    منځنی ختیځ

    غزې ته د مرستو رسولو بېړۍ روانې شوې دي

    صابر افغانصابر افغان31 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د قبرس بندر څخه د درېیو بېړیو کاروان د غزې پر لوري خوځېدلي، چې ۴۰۰ ټنه خوراکي او نور توکي پکې بار دي.

    یوې خیریه موسسې ویلي، دغه خوراکي توکي د یو مېلیون خلکو لپاره بسنه کوي، چې پکې وریجې، اوړه، حبوبات، پروټین، سبزیجات او خورما پکې دي.

    دغه موسسې ویلي، معلومه نه ده چې دغه کښتۍ به کله غزې ته ورسېږي، خو د روانې میاشتې په سر کې اسرائیلو د دوی هغه کښتۍ هم کلابنده کړې، چې ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي پکې بار شوي وو او غزې ته روانه وه.

    د حماس او اسرائیلو ترمنځ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې خوندۍ جگړه پیل شوې، چې تردې مهاله غزه په بشپړ ډول په کنډواله بدله شوې او په سلو کې یې ۹۵ سلنه ابادي له منځه تللې ده.

    ملگرو ملتونو له دې وړاندې هم ویلي وو، چې په غزه کې خلک وږي او ډېری خلک د یو وخت خواړه هم نه شي برابرولی.

    ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی و، د غزې قحطي به د سیمې وگړو لپاره تباه کوونکې پایلې ولري.

    د عدالت نړیوالې محکمې تېره اوونۍ اسرائیلو ته امر کړی و، چې د غزې ځمکنۍ لارې دې پرانیزي، تر څو هلته د خوراکي توکو، اوبو، تېلو او طبي وسایلو مرستې ورورسېږي؛ خو تر اوسه اسرائیلو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

    تازه د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ویلي، د پرو سږکال د اکټوبر له اوومې تر دې مهاله د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۲ زره او ۷۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۷۵ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

    د غزې په روان بمبار تر اوسه د اسلامي نړۍ ټولو هېوادونو خاموشي اختیار کړې او د غزې ۲ مېلیونه وگړي یې د اسرائیلو هر ډول وحشت ته یوازې پرې اېښې دي.

    مخکینۍ مقالهپه سور سمندرگي او عمان سمندر کې تر دې مهال د امریکا، اسرائیلو او انگلستان ۸۶ بېړۍ په نښه شوي
    راتلونکي مقاله د کجکي بند د دویم فاز چارې لس سلنه بشپړې شوې

    مربوطه لیکنې

    د اسرائیل د ملي امنيت وزير په مشرۍ سلګونه اسرائیليانو د الاقصی مسجد پر انګړ هجوم وروړی

    29 سپتمبر 2026

    روانه میاشت منځني ختیځ کې ۳۸ امریکايي سمندري ځواکونه ټپیان شوي

    29 سپتمبر 2026

    غزه کې د شهیدانو شمېر له ۷۴ زرو واوښت

    28 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 29 سپتمبر 2026

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،197 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.