د ملي دفاع وزارت وايي، په بلخ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د چمتال ولسوالۍ سړک رغولی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د ولسونو په غوښتنه نوی سرک چې د یوې میاشتې په موده کې یې چارې پیل شوې وې، پرون د ٢٠٩ الفتح قول د انجنیرۍ ډلې د مسوولینو له لوري رسماً پرانیستل شو.
د خبرپاڼې له مخې، یاد سړک ٣٢ کیلو متره اوږدوالی او ١٠ لس متره پلنوالی لري، چې د چمتال ولسوالۍ له مرکز څخه تر بارگا سیمې پورې رسېدلی دی.: «یاد سړک چې د ملي اسلامي اردو له لوري جوړ شو نه یوازې دا چې د ولسونو د خوشحالۍ سبب شو، بلکې د زیاتو هېوادوالو مشکلات یې هم رفع کړل.»
د ملي دفاع وزارت د انجینرۍ ډله د سړکونو د پخولو ترڅنگ ویجاړي شوي نظامي وسایط هم رغوي او اوسمهال د هېواد په ټولو قول اردوگانو کې سلگونه نظامي وسایط تر ترمیم لاندې دي، چې ډېر ژر به گټه اخیستنې ته وسپارل شي.