د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز ویلي، پر ایران جګړې تر اوسه اروپایانو ته له ۱۰۰ میلیارد یورو ډېر اقتصادي لګښت اړولی او د دې جګړې دروند بار د عادي خلکو پر اوږو لوېدلی دی.
سانچز د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، هغو اروپایي مشرانو چې د جګړې مخالفت یې کړی و، د جګړې د نه ملاتړ په اړه یې دریځ سم و.
نوموړي زیاته کړې، له پیله څرګنده وه، چې په پای کې به د جګړې لګښتونه عادي خلک پرې کوي.
د سانچز په وینا، د هسپانیې پارلمان د ۱۲ میلیارد یورو څخه د ډېر ارزښت مالي مرستې بسته تصویب کړې، څو زیانمنو اقتصادي برخو او هغو خلکو سره مرسته وشي چې له خپلو شخصي موټرو کار اخلي.
نوموړي ټینګار کړی چې اوس تر ټولو مهمه خبره د دې ناورین ژر تر ژره پای ته رسول دي.


