Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان د نوې او خطرناکې لوبې د پیلولو په هڅه کې
    لیکني

    پاکستان د نوې او خطرناکې لوبې د پیلولو په هڅه کې

    صابر افغانصابر افغان9 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    له کله نه چې امريکا افغانستان کې ماته سوې او د اسلامي امارت حاکميت کې افغانان د سولې، امن په نعمت نازول سوي؛ له همغه ورځې غرب د خپلې ماتې پټولو؛ د افغانستان د اسلامي امارت د دغې بريا د بدرنګه کولو او په سيمه کې واپس د غرب د ګټو د خونديتوب لپاره؛ غرب، اسرائيلو او فرانسې د داعش او شمالي ټلوالې ملاتړ ته ملا تړلې.

    دا چې سيمه کې د غرب وفاداره چې همېش يې د غرب د ګټو د خونديتوب لپاره کار کړی هغه پاکستان دی؛ چې له جوړښت څخه تر ننه يې سيمه کې د غرب د ګټو د خونديتوب او د پيسو لپاره سيمه کې جګړې جوړې کړي.

    اوس دغه د داعش او شمالي ټلوالې د پروژې عملي کولو چاري يې هم پاکستان پر غاړه اخيستې؛ هم يې د افغانستان اسلامي امارت سره مخالفت ته په رنګارنګ بهانو ملا تړلې؛ کله پر نړيوال سټيجونو باندې د افغانستان په نماينده ګي چپ و رد ږغېږي او کله بيا د ټي ټي پي د ساتلو په بهانه توغندۍ را غورځوي، تهمتونه تړي، کوم داعش چې دی يې روزي او افغانستان ته يې رالېږي هم يې پر نړيوال سټېج پر افغانانو تاوانوي تر څو بيا ځلي افغانستان کې جګړې شروع او د ده دکانداري پرمختګ وکړي.

    دا ټولو ته څرګنده ده چې داعش او ټول مشران يې پاکستانيان دي، د آی ايس آی، پوځ په مېلمستونونو او پټنځايونو کې مېلمستياوې خوري؛ له پاکستان څخه افغانستان او نورو ملکونو ته ځي او هلته د غرب او پاکستان د ګټو لپاره لوبېږي.

    دا چې غرب او ځيني نور مغرض هېوادونه د دوی ملاتړ کوي، دوی هېروي چې داعش يواځې افغانستان ته نه بلکې ايران، روسيې او د سيمې ټولو هېوادونو ته خطره ده؛ چې د دغې پروژې مخنيوی به بيا ډېر سخت وي، سيمه به ټوله خطر او جګړه کې واقع کړي.

    د پاکستان استخباراتي ادارې (ISI) د شمالي ټلوالې او داعش تر منځ معاهدې او ناستې تر سره کوي؛ چې دوی به سيمه او افغانستان کې يو د بل سره مالي او تسليحاتي مرستې کوي؛ داعش به د شمالي ټلوالې په جامه کې هم کار کوي او د دوی په ټولۍ کې به ځان تر ايران او نورو ملکونو پوري هم رسوي؛ لکه روسيې ته چې تاجکستاني داعشيانو د شمالي ټلوالې په جامه او همکارۍ سره ځان رسولی او هلته يې بريد وکړ؛ همدغسي به د سيمې په نورو هېوادونو کې هم ډېر ژر را ښکاره سي، ځکه بايد نړۍ ژر تر ژره د داعش او شمالي ټلوالې له ملاتړه لاس واخلي که نه ټوله سيمه به مشکل سره مخ سي.

    دا چې دوی يواځې اوس د طالبانو مخالفت ويني خو د طالبانو مقابل به دغه ډلې نه سي بريالۍ اما د سيمې نور ملکونو کې به ډېر رسوخ وکړي.

    يوه خبره بايد ياد ولرئ چې د داعش پروژه اسراییل ځکه سپورټ کوي تر څو خپل سرسخته مخالف ايران ته سرخوږی جوړ کړي، شمالي ټلواله بيا د ايران سره د دوستۍ تارونه او ورته د جاسوسۍ پوخ ريکارډ لري؛ چې د داعش خراسان او شمالي ټلوالې دغه دوستي به ايران او روسيې ته په ډېره سخته تمامه سي.

    نړۍ بايد پر پاکستان فشار واچوي او د داعش و شمالي ټلوالې له ملاتړه يې را وګرځوي؛ خصوصاً ايران و روسيه او د سيمې ملکونه بايد دې بخش کې جدي اقدام وکړي او د افغانستان د اسلامي امارت سره د دوی د مخنيوي لپاره باید ګډ پلانونه ولري.

    مخکینۍ مقالهد نېله‌باغ هستوگنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
    راتلونکي مقاله پاکستان د افغانستان او چین د ښو اړیکو د خرابولو هڅې کوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.