د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د ارتلونکې غويي میاشتې له ۱۲مې نه تر ۱۵مې پورې په کابل کې یو کرنیز نندارتون جوړوي.
له یاد وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون «کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» شعار سره د سلگونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداگرو او لسگونه زره نندارچیانو په گډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادامباغ کې جوړېږي.
یاد وزارت له سوداگرو، بزگرانو او تولیدوونکو شرکتونو څخه غوښتي، چې په دغه نندارتون کې غرفه واخلي او خپل کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي.: «په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولگولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالگي، د برېښنا تولیدوونکي لمریزې دستگاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي.»
د خبرپاڼې له مخې، د دغه نندارتون له لارې بزگران او تولیدوونکي کولی شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداگرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.