د ترکیې هېواد یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ۱۳ کلونو وروسته عراق ته په سفر ځي.
د راپور پر اساس اردوغان به د دغه سفر په ترڅ کې د عراق له لومړي وزیر “محمد شیاع السوداني” او ځینو نورو چارواکو سره د لیدنو پر مهال په ځینو موضوعاتو خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو مشران د کردستان د کارګر ګوند په اړه هم خبرې وکړي؛ یاد ګوند د ترکیې لخوا یوه ترهګره ډله ګڼله شوې ده.
یو شمېرو رسنیو د السوداني له قوله ویلي، چې د لومړي ځل لپاره بغداد او انقره غواړي مسایل په موازي ډول سره حل کړي.
رسنیو ویلي، بغداد اندیښنه لري، چې د ترکیې د “دجلې” او “فرات” پر سیندونو د نورو بندونو د جوړولو پلان به د عراق د اوبو زېرمې نورې هم کمزورې کړي، د راپورونو پر اساس یاد مشران به په همدې موضوع هم خبرې اترې وکړي.
اردغان داسې مهال عراق ته سفر کوي، چې په منځني ختیځ کې تر بل هر وخته جنجالونه زیات شوي دي.
اسرائیل وخت نا وخته د عراق په ځینو سیمو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کوي، څه موده وړاندې اسرائیل د ایران د درېیو سایټونو د په نښه کولو ترڅنګ د عراق په یو شمېر سیمو هم راکټي بریدونه کړي و.