د افغانستان د ملي دفاع چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په اروپا کې له مېشتو افغانانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې شته ستونزې به ډېر ژر حل شي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي دفاع وزارت چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له یو شمېر هغو هېوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي، د اسلامي امارت له راتگ وروسته د لومړي ځل لپاره هېواد ته راغلي وو، کتلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په اروپا کې مېشتو افغانانو د ښې حکومتولۍ په برخه کې د یوه سوکاله او پرمختللي هېواد لپاره خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.:«په اروپا کې مېشتو افغانانو د لوېدیځ له لوري د حکومت پر ضد تبلیغات تش پروپاگند وبللې او د هېواد په کچه د امنیت ټینگښت او د بېخ بنسټونو پروژو پیلولو ته یې هیله وښوده.»
په خبرپاڼه کې د ملي دفاع وزیر له قوله ویل شوي، چې د دغو هېوادوالو احساساتو ته درناوی لري.:«افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی، کومې ستونزې او مشکلات چې شته، ډېر ژر به حل شي، هېڅ شی له امنیت څخه بهتر نه وو، نن ورځ هغه د اللهﷻ په کامل نصرت او د خلکو په قربانیو سره په دغه ځمکه راغلی دی، باید شکرانه یې اداء کړو او د دغه فرصت څخه په استفادې سره به د هېواد په پرمختگ کې برخه واخلو.»
په اروپا کې د مېشتو افغانانو یو پلاوی کابل ته راغلی دی، چې له بېلابېلو مسوولینو سره یې لیدلي او د ښې حکومتولۍ په موخه یې ورته گڼ وړاندیزونه کړي دي.