یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان په پلازمېنه “ریاض” کې د پيسو د نړۍوال صندوق یا IMF له مشرې “کریسټالینا جورجیوا” سره د نور پور اخیستو په اړه خبرې کړي دي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف داسې مهال د نور پور په اړه خبرې او غوښتنه کوي، چې پاکستان اوس مهال له ۱۳۱ میلیارده ډالرو څخه زیات پوروړی دی؛ شهباز شریف د نړۍوال صندوق له مشرې “کریسټالینا جورجیوا” څخه دا غوښتنه د نړۍوال اقتصادي فورم د غونډې په درشل کې کړې ده.
تمه ده، چې نن به د پيسو نړۍوال وجهي صندوق اجرایوي بورډ پاکستان ته د “یو میلیارد او سلو میلیونو” ډالرو د پور د منظورۍ په اړه غونډه وکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، اسلام اباد به د روان کال د جولای په لومړیو کې د پور د نوي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
پاکستان چې له کلونو راهیسې له سخت اقتصادي بحران او مالي انفلاسیون سره لاس او ګریوان دی، څو – څو ځله یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د پور غوښتنه کړې ده.