ليکوال: عبدالله زاهد
د افغانستان د اشغال له خاتمې او د طالبانو د واک ته رسېدو سره فساد ختم د وطن د پرمختګ کارونه په زور او شور سره روان سوي، اسلامي نظام او عدل قايم سوی او يو مرکزي حکومت منځته راغلی؛ چې د هيچا فرمايشات نه مني او نه هم د کوم هېواد جاسوسانو يا ډلو ټپلو ته په حکومت کې ځای ورکول سوی؛ دې کار ټولې غلامې، جاسوسې ډلې او بهرني، همسايه هېوادونه غصه کړي.
له کلونو څخه چې افغانستان کې جګړه روانه وه، افغانستان يې د جګړې په ډګر بدل کړی وو چې دا نړيوالو طاقتونو د ځينو غلامو افغانانو په توسط کاوه.
هر هغه وخت چې د افغانانو د يووالي او سولې لمحې به پر را رسېدو سوې نو نړيوالو به خپل، خپل جاسوسان ور داخل او خپل منځي جګړې، تعصب او راتلونکي يرغل ته به يې زمينه برابره کړه؛ چې د دغو غلامانو به بيا د افغانانو د عزت او مال و شتمني په لوټ کې مزې وې؛ خو د طالبانو د واک ته رسېدو سره دغه ډلې، پردي جاسوسان او نفاق و تعصب خپروونکو ته نظام کې ځای نه ورکوي او نه يې پرېږدي چې فعاليت په يوه و بل نامه وکړي، پرديو ته کار وکړي او افغانستان بيا ځلي د جګړې په ډګر بدل کړي؛ دلته د پرديو د ګټو د خونديتوب لپاره هيڅوک کار نه سي کولای بلکې اوس به دلته يواځې د افغانانو د ګټو خونديتوب وي.
د دې کار سره داخل د افغانستان کې پرديو جاسوسانو او ځينو مغرضو بهرنيو هېوادونو په شمول د همسايه ګانو سخت بد وړي او د طالبانو سره د دښمنۍ ښکاره او پټ اعلان يې کړی.
بهرنيو استخباراتي کړيو ډېره هڅه وکړه چې د خپلو جاسوسانو په مټ غلط تبليغات وکړي؛ خو تر ډېره پکې ناکامه سوه ځکه بهرنيو استخباراتو پاکستان او تاجکستان ته مخه کړه تر څو د طالبانو مخالف ډلې و روزي چې دلته افغانستان کې د غرب د ګټو خونديتوب وکړي، شته امن پرې خراب او يوې بلې جګړې ته افغانان بوځي.
دا چې ځيني د وطن او ځيني بيا د اسلام په نامه مخالفت کوي ايا د حيرانتيا خبره نه ده؟ ځکه د وطن د بيارغونې چارې خو ډيرې په چټکۍ سره روانې؛ اسلامي نظام حاکم سوی او پوره عدل دی نو بيا داعش خراسان د خلافت په نامه او شمالي ټلواله د وطن په نامه مخالفت خپله ثابتوي چې دغه دواړې ډلې د پرديو لاسپوڅې او د اسلام و دې وطن(افغانستان) دښکنان دي.
د داعش خراسان او شمالي ټلوالې روزنه د غرب آخري هڅه ده چې تر ډېره الحمدلله ناکامه هم دي؛ نه دې توانېدلي چې افغانستان بيا ځلي جګړې ته بوځي ځکه افغانان اوس پوه سوي چې د خلافت په نامه داعش خراسان چې د يهودو او غرب يوه پروژه ده؛ کوم چې عربستان، پاکستان او تاجکستان يې پر مخ بيايي او هدف يې د افغانستان په شمول ايران و روسيې ته سر خوږی دی نه خلافت؛ ځکه د دوی هر کار د مسلمانانو خلاف او هر ځای کې د مجاهدينو سره په جګړه وي، چيري چې هم مجاهدين بريالي سوې يا هم بريا ته نږدې سوي دغه د غرب ګوډاګيان هلته راپورته سوي.
بل طرف متعصبه ډله شمالي ټلواله ده چې غرب و فرانسه يې د طالبانو مخالف روزي، د تاجکستان و پاکستان په ذريعه او هم يې ډايريکټ فرانسه سپورټ کوي.
دغه ډله خو اوس د يووالي نارې وهي اما دغه ټول هغه کسان دي چې همېش يې د پرديو غلامي کړې؛ د افغانستان له جغرافيې څخه يې انکار کړی، افغان تاريخ ته يې همېش ښکنځل کړي، افغانيت و اسلاميت نه مني، د ډيموکراسۍ په نامه هر رنګه نارواوي يې کولې، همېش يې د پښتنو سره تعصب پاللی چې افغان ولس ښه پېژندلي او هيڅکله يې ملاتړ نه کوي؛ خو څو متعصب ځوانان او د تېر غلام دولت څه غلامان يې د پيسو، د افغانيت او اسلام سره د تعصب په نامه راپورته کړي تر څو د بهرنيو استخباراتو په اشاره له افغانانو شته امن و سوله واخلي.
د دغو دوو ډلو(شمالي ټلواله او داعش خراسان) شعارونو او کردار کې بلها فرق دی، شمالي ټلواله د ډيموکراسۍ، غربي آزادۍ، او د پنجشير نغاره ډنګوي او داعش خراسان د اسلام او خلافت شعارونه زمزمه کوي خو اوس دواړه پر يوه آخور اوبېږي؛ د دواړو شعارونه يو د بل سخت مخالف مګر بيا هم دواړه يو سوي؟ ځکه دواړو ته يوه پروژه: د طالبانو دښمني او د افغانستان د امن خرابول ورکول سوې ځکه بايد ولس ډېر ورسره بيداره و اوسي چې دوی يواځې او يواځې ډالر پرسته او پروژه يان دي بل هيڅ نه.پای