Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون به تر څلورو ورځو روان وي
    افغانستان

    د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون به تر څلورو ورځو روان وي

    صابر افغانصابر افغان2 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت وايي، د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د گڼو دولتي چارواکو په شتون کې پرانیستل شو، چې تر راتلونکو څلورو ورځو پورې به روان وي.

    له یاد وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد نندارتون د کابل په بادام‌باغ کې پرانیستل شوی، چې بېلابېل کرنیز توکي پکې نندارې ته وړاندې شوې دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، د کورنیو تولیداتو د معرفي او بازار موندنې په موخه گڼ نندارتونونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به هم د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پلور او بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ شي، چې کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ور وپېژنو، په همدې موخه مو له گاونډیو هېوادونو سره یوشمېر نندارتونونه جوړ کړل او په راتلونکي کې به نور هم جوړوو.

    دغه نندارتونونه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په بازارموندنه او خرڅلاو کې مهمه ونډه لري.:«اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور پر پراختیا د کار له لارې، د بې‌وزلۍ د کچې ټیټولو، کارموندنې او د خامو موادو د تولید په برخه کې کار وکړي، چې په دې برخه کې یوشمېر پروگرامونه لکه د کرنې میکانیزه کول، دودیز کرکېله په عصري کرکېله بدلول او د اوبو مدیریت په پام کې نیول شوي دي.»

    په خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قوله ویل شوي، چې اسلامي امارت کرنې ته ځانگړې پاملرنه لري.«هیله لرو چې دا نندارتون گډون کوونکو او د کورنیو تولیداتو معرفي کولو په برخه کې گټور تمام شي، تېر حکومتونو دغو برخوته پاملرنه نه ده کړې، اړینه خبره داده چې زیارکښو بزگرانو او مالدارانو ته پاملرنه او دوی ته کار وشي، امارت د یادو سکټورونو پر پښو د درولو په پار ځانگړې پروگرامونه لري.

    د کرنیزو تخمونو وېش، د اوبو لگولو د کانالونو او چیک ډېمونو جوړول او بیارغونه، بازار موندنه او د اسانتیاوو راوستل د امارت له مهمو دندو څخه دي او په راتلونکي کې به دا کارونه پراخ او زیات کړو.

    هڅه کوو چې افغاني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته معرفي کړو، له ټولو پانگه‌والو هم غواړو چې په دې سکتورونو کې پانگونه وکړي ترڅو له بې‌وزلۍ او اړتیا څخه خلاصون ومومو.»

    په خبرپاڼه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان محمد فروتن له قوله ویل شوي، چې دغه نندارتون د کرنيزو محصولاتو، مالدارۍ، بڼوالۍ او لاسي صنايعو د بازارموندنې په برخه کې ډېر گټور تمامېږي، د نړۍهېوادونه د نندارتونونو په دایرولو سره غوره لاسته راوړنې لري، له سوداگرو څخه غوښتنه کوو چې د خوراکي توکو د خونديتوب او د هېواد ځان بسیاینې لپاره باید په گډه او همغږۍ کار وکړو.

    د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي، د افغانستان پر ځان بسیا کېدل د کرنې، مالدارۍ او اوبو لگولو په برخو کې کار پورې تړلي دي، په دې برخه کې د امارت پر مهال گټور کارونه شوي، په غوره مدیریت سره د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شوی او د بدیل معیشت پروژې پلي کېدو دي.

    د بزگر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ وزارت له خوا د روان کال د غویي له ۱۲مې تر ۱۵مې نېټې د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې پیل شوی، چې د دې نندارتون په ٢٦٣ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ محصولات، کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.

    مخکینۍ مقالهالحنفي: ولس ته خدمت کول د امارت د مسوولینو دیني مسوولیت دی
    راتلونکي مقاله کور او ښار جوړولو وزارت: له پرو سږکال راهیسې یې له ۵۰۰ ډېر گسان د ازادو سیالیو له لارې گمارلي دي

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه…

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    د روسیې د ملي امنیت شوری مرستیال: یو شمېر هېوادونه چمتو دي ایران ته اټومي سرګلولې ورکړي

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.