Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ملي دفاع وزارت ویاند: د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي وگړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارگانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاگه کوي
    افغانستان

    ملي دفاع وزارت ویاند: د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي وگړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارگانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاگه کوي

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې په کلکه رد کړي، چې گوندې په خیبر پښتونخوا کې په چینايي وگړو برید په افغانستان کې تنظیم شوی و.

    له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.

    د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي وگړو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارگانونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره همکاري په ډاگه کوي، چې په دواړو حالتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته ورگرځي.: «دا ډول پېښو د پړې گوته افغانستان ته نیول له حقیقت څځه د پام اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو. اسلامي امارت له خپلې خوا چین ته په دې اړه ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي چې افغانان په داسې موضوعاتو کې ښکېل نه دي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان د داعشي خوارجو گڼې داسې پېښې په ثبوت سره لري، چې بریدکوونکي له پاکستان څخه افغانستان ته راوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمېږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.: «موږ د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په گټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لرو.»

    پرون د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف ویلي وو، چې د خیبر پښتونخوا په شنگله سیمه کې د چینايي وگړو وژل کېدو پلان په افغانستان کې طرحه شوی و.

    د تېرې مارچ میاشتې په ۲۶مه په خیبر پښتونخوا کې په یو سرتېري برید کې شپږ تنه وژل شوي وو، چې پینځه یې چینایان او یو یې د پښتونخوا سیمې موټر چلوونکی و.

    په دې وروستیو کې پاکستان کې د بلوڅ بېلتون‌پالو او پاکستاني طالبانو بریدونه ډېر شوي. پاکستان د دې پر ځای چې امنیتي پېښې کنټرول کړي، د پړې گوته افغانستان ته نیسي.

    مخکینۍ مقالهیونیسیف: په افغانستان کې د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د څښاک پاکولو په برابرولو په برخه کې کار کوي
    راتلونکي مقاله سیاسي مرستیال: د بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه پوره کوو او هم رغنیز کارونه کوو

    مربوطه لیکنې

    د عدلیې وزارت: ‏پر اسلامي قوانینو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب لري

    28 جنوري 2026

    مولوي امیرخان متقي له خپل ترکمنستاني سیال سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

    28 جنوري 2026

    د شهزاده سرای مارکېټ جنجال د ښاروالۍ او صرافانو ترمنځ د غير قانوني غرفو جوړولو له امله رامنځته شوی

    27 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 28 جنوري 2026

    اذاربایجان کې پر یوه ديپلوماټیک مرکز د برید هڅه ناکامه شوې

    د اذربایجان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد پلازمېنه باکو ښار کې پر…

    هندي سیاستوال، اجیت پوار د الوتکې لوېدو پېښه کې مړ شوی

    28 جنوري 2026

    د عدلیې وزارت: ‏پر اسلامي قوانینو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب لري

    28 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اذاربایجان کې پر یوه ديپلوماټیک مرکز د برید هڅه ناکامه شوې

    28 جنوري 2026

    هندي سیاستوال، اجیت پوار د الوتکې لوېدو پېښه کې مړ شوی

    28 جنوري 2026

    د عدلیې وزارت: ‏پر اسلامي قوانینو اعتراض، پر شریعت اعتراض دی او قانوني تعقیب لري

    28 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.