Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کابل ښاروالي: د تهیه‌مسکن ـ سرای شمالي ترمنځ د غځېدلي سړک د پاکولو چارې یې بیا پیل کړې
    افغانستان

    کابل ښاروالي: د تهیه‌مسکن ـ سرای شمالي ترمنځ د غځېدلي سړک د پاکولو چارې یې بیا پیل کړې

    صابر افغانصابر افغان8 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کابل ښاروالۍ وايي، د اوولسمې ناحیې اړوند سیمې اوسېدونکو ته یې پرله‌پسې خبر ورکړی، چې د سړک غاړې په‌خپله پاکې کړي، خو اوس دوی یادې چارې ته اوږه ورکړې ده.

    د کابل ښاروالۍ د استملاک رئیس عبدالمتین حنیف وايي، د اوولسمې ناحیې اړوند تهیه‌مسکن او سرای شمالي څلور لارو ترمنځ د غځېدلي سړک د فرعي لیکو کیڼ اړخ ته د پاتې استملاکي ملکیتونو د پاکولو او ویجاړولو چارې بیا ځلې پیل شوې.

    د حنیف په خبره، د دې سړک په اوږدو کې (۷۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي.: «کلونه وړاندې د دې سړک په اوږدو کې یو شمېر هټۍ او ملکیتونه په ناقانونه توگه جوړ شوي وو. د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب او د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله ده.

    دی وايي، د یاد سړک ښي لوري ته د (۴۰) مېلیونه افغانیو په لگښت د فرعي لیکې د جوړولو چارې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې، چې دغه فرعي سړکونه دواړو خواوو ته (۹۰۰) متره اوږدوالی، (۱۴،۵) متره سور لري چې، له سور څخه یې (۶،۴) متره د موټرو د تگ راتگ او پاتې برخه یې د پلو لارو، گلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم‌ځایونو او ترافیکي نښو د جوړولو لپاره ځانگړې شوې ده.

    د یو بل خبر له مخې، کابل ښاروالۍ د پینځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې له سړکونو څخه د نامعیاري چمپونو پاکولو چارې پیل کړې دي.

    د پینځمې ناحیې د ښاري پراختیا امر روح الله مومند وايي، د پاکو شوو معیاري چمپونو پر ځای په هغه سیمه کې چې اړتیا لیدل کېږي نوي او معیاري چمپونه جوړ شي.

    د مومند په خبره، په یاده سیمه کې د نامعیاري جمپونو شتون د ترافیکي گڼه‌گوڼې د رامنځته کېدو، د سړکونو د ژر ویجاړېدو او بې‌نظمۍ لامل گرځېدلی وو، چې تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته یې د پاکولو په اړه اقدام وشو.

    مخکینۍ مقالهسیاسي مرستیال: د بهرنیو مرستو پرته د ټول نظام لگښتونه پوره کوو او هم رغنیز کارونه کوو
    راتلونکي مقاله دلاور: د ټاپي پروژې پر وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 15 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د افغانستان پر پاکه خاوره وروستۍ بمبارۍ یوازې یو…

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.