Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د بدخشان تېره پېښه او د لالهانده دښمن هوا ګزول؟
    لیکني

    د بدخشان تېره پېښه او د لالهانده دښمن هوا ګزول؟

    صابر افغانصابر افغان9 مې 2024څرگندونې نشته7 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې، کله چې د اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د منعه کړل شویو کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ، ورسره جوخت د دې سیمې ځینو احساساتي او له حقیقت ناخبره اوسېدونکو هڅه وکړه، چې په دې سیمه کې د اسلامي امارت له نشه‌يي توکو سره د مباررې پولیسو د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین مخه ډپ کړي، له همدې کبله یې غیرقانوني کړنې پیل کړې، هڅه یې کوله چې شور او ځوږ جوړ کړي او په دې توګه هلته تللي پولیس خپل کار په سمه توګه پر مخ بو نه ځي، چې د دوی د دغه ناقانونه کار او له ناقانونه کاره په دفاع او د شورش جوړېدو په نتیجه کې یې یو کس ووژل شو.

    له یوې خوا خو د اسلامي امارت له راتګ یوازې څو میاشتې وروسته د اسلامي امارت زعیم او مشرتابه د څرګند فرمان له مخې په ټول هېواد کې د هر ډول نشه‌یي توکو کښت، پېر و پلور، قاچاق او ترې کار اخیستل په کلکه منعه کړل او سرغړوونکو ته یې هم سزا وټاکل شوه.

    دا کار نه یوازې دا چې زموږ د دین او شریعت غوښتنه وه، بلکې په هېواد کې په نشو د روږدو میلیونو ځوانانو، سپین ږیرو، ماشومانو او آن مېرمنو د ژوند د خوندیتوب په موخه وشو، دغه راز دې پدیدې په نړۍ کې زموږ د هېواد نوم بد کړی و او ترڅنګ یې په ټولنه کې هم لسګونو او سلګونو نورو جرایمو ته زمینه مساعده کړې وه.

    د اسلامي امارت د مشرتابه او امیرالمؤمنین دغه فرمان په کور دننه او ان په نړیواله کچه له پراخ هرکلي سره مخ شو. دغه فرمان د افغانستان په ټولو ملي، رسمي او اکثریت او دغه راز نړیوالو ژبو تر ټولو ورسېد او ډېر ژر عملي شو.

    له دې فرمان وروسته دغه ډول کار ناقانونه او جرم ګڼل کېږي او سرغړوونکي یې باید قانوني منګولو ته وسپارل شي، چې د قانون په رڼا کې یې هر سرغړوونکی د خپل جرم مطابق له نقدي جریمې نیولې بیا تر منځني او اوږدمهاله زنداني کېدو محکومېدلی شي.

    له دغه فرمان وروسته په هېواد کې د دې شومې پدیدې کښت، کاروبار او قاچاق ۹۹.۹ سلنه بند شو، دا هغه کار و، چې تېرې فاسدې ادارې او اشغالګرو په شلو کلونو کې له ټولو امکاناتو او زور سره سره ونه شو کولی او یا هم لږ تر لږه دوی په قصدي توګه د دې پدیدې د ترویج لپاره کار کاوه.

    په هر صورت، د دې پدیدې له بندېدو او ناقانوني کېدو سره سره، په ځينو ولایتونو کې ډېر لږ شمېر کسانو له امره سرغړونه وکړه، خو بیا هم دغه کسان د حکومت د مشرتابه او زعیم د تل په څېر مهربانۍ او شفقت له سیوري بې برخې نه شول، د همدغو سرغړوونکو له ډلې یې نه څوک زنداني کړل او نه یې څوک جریمه کړل، په داسې حال کې چې دوی قانون ته پړ او مجرمین وو او دا هر حکم پرې پلی کېدای شو، خو دا د حکومت نرمه غېږه او د مشرتابه مهرباني وه، چې له زغم یې کار واخیست، خو په ورته وخت کې یې د فرمان د ښه پلي کېدو او د دې شومې پدیدې د له منځه وړلو د جدیت په موخه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو ته دنده ورکړه چې په ټول هېواد کې په هر کونج او اړخ کې یې کښت له منځه یوسي. دوه کاله کېږي چې دا کار کېږي، دا که هرات دی، که مزار، خوست یا بامیان یا هلمند یا بدخشان.

    په ټوله کې چې د هېواد هر ولایت، هره ولسوالۍ او هره سیمه وي، دا پدیده باید پکې له منځه یووړل شي او له منځه تللې هم ده، خو د ځينو نورو ولایتونو په څېر د بدخشان په ځينو محدودو سیمو کې سږ کال خلکو د دولت له مهربانۍ او نرمۍ ناوړه ګټه اخیستې او دا شومه پدیده یې کرلې ده.

    اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه د نورو سیمو په څېر مکلف و/ دی چې دا پدیده د تل په څېر په بدخشان کې هم له منځه یوسي، خو له بده مرغه چې هلته څو ناخبرو له یوې خوا دا تېروتنه او جرم کړی چې دا ناقانونه او منعه کړل شوی بوټی یې کرلی، له بلې خوا یې بیا دفاع ته راوتلي او شور یې جوړ کړی او د دې پدید د له منځه تلو مخه یې ډپ کوله چې دا په خپله لوی جرم دی، خو له دې ټولو سره سره، حکومت هلته مسوولانه چلند کړی، پر خلکو یې مهرباني کړې او دا کوم کس چې هم وژل شوی، تر اوسه نه ده په ډاګه شوې چې ایا دا د شورش او ګډوډۍ په نتیجه او اخ و ډب کې وژل او که کوم علت یې درلود، خو د څېړنې لپاره یې هلته لوړپوړی او مهم پلاوی استول شوی، چې دا قضیه به هم ژر روښانه شي، نور هلته وضعیت عادي دی، نشه‌يي توکي یې له منځه وړل شوي او که کوم څه پاتې وي هغه به هم ژر له منځه یووړل شي.

    دا هلته روان وضعیت او حقیقت دی، خو له بده مرغه یو شمېر مزدورې، شریرې او پردیپالې کړۍ او رسنۍ دا یوه اونۍ کېږي، چې دې مسئلې ته پرله پسې هوا ورکوي، کله قومي رنګ ورپاشي، کله سمتي، کله څه وايي او کله څه، خپل ټول زور او امکانات یې وکارول، چې دې مسئلې ته ډېره زیاته هوا ورکړي، خو دا مسئله په خپل ذات کې دومره کوچنۍ او حل ده، چې هېڅ هوا نه اخلي.

    هلته د اسلامي امارت ريښې په خلکو کې دومره ټينګې دي چې د خولۍ مړۍ یې سره نیمايي وي. دا مزدورې کړۍ، تښتېدلي او رټلي کسان او شریرې رسنۍ اسلامي امارت د تېرې فاسدې، پریپالې او پردیو راوړې ادارې له عینکو ګوري او فکر کوي چې ګویا د امارت مزي به هم د دوی د چړپېدلې ادارې په څېر وي او هرڅه به ورته ټکان ورکوي او یا به پر اوسني اسلامي حکومت د خلکو پولادي باور او اعتماد ته زیان ورسوي، خو دا ټول هسې کابوس دی، د دوی حافظې د چرګانو په څېر دي، هېڅ نه شي پکې ساتلی، خو زه ورته یوه لنډه یادونه کوم، چې تاسې یو ځل د بدخشان د اصیلو او متدیېنو خلکو د تېرو نږدې دوو لسیزو مبارې ته سر ورښکاره کړئ چې د اسلامي امارت په صف کې یې څومره قربانۍ ورکړې؟ دوی هلته اشغالګر او د دوی لاسپوڅي له څومره سخت رنځ سره مخ کړي وو؟ دوی د بدخشان په ۲۸ ولسوالیو کې پر دوښمن څومره مرګوني ګوزارونه وکړل؟ تر ټولو لومړنۍ ولسوالۍ یې ترې ونیولې او ډېره وختي یې د اشغال لمن راټولونه پیل کړې وه.

    خپل خایین او ور تپل شوي په اصطلاح مشران یې ورټل او ځانونو ته یې د شمال د ستر فاتح او د اسلامي امارت د ټولو وسله والو ځواکونو د مشر او ستردرستیز ښاغلي قاري فصیح الدین فطرت په څېر مشران غوره کړل.

    هو دا هماغه بدخشان دی او هماغه یې خلک دي، همدا اوس هم د اسلامي امارت د پوځ لیکې د بدخشان په دنګو، زړورو او متدیېنو ځوانانو ښایسته دي چې د خپل ولایت ترڅنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپه دیني، اسلامي او ملي دنده اجرا کوي.

    بدخشان د تل په څېر د هېواد د هر بل ولایت په څېر د افغانستان ویاړ دی، خلک یې ویاړلي دي او دښمن په اوسنیو سپکو، بې مانا او بوچو تبلیغاتو دې حقیقتونو ته د یوه وېښته په اندازه زیان نه شي اړولی.

    افغانستان د اوسني خپلواک، ازاد او اسلامي حکومت په شتون کې یو موټی او پیاوړی ملت او هېواد دی او وي به، خو دښمن به یې تل همداسې ناکامه، شرمېدلی او لالهانده وي

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: په بېلابېلو ولایتونو کې یې لسگونه تنه د جنايي او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي
    راتلونکي مقاله بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 8 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    کورنیو چارو وزارت وایي، ‏د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دغه ولایت په…

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025

    د عامې روغتیا وزارت سرپرست: هڅه کوو چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور پر ځان بسیا کړو

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،859 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،845 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.