د نیمروز د احصایې او معلوماتو اداره وايي، پرو سږکال په دغه ولایت کې په ټولیز ډول ۴۳ زره او ۷۱۹ تنو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي، چې ۲۳ زره او ۳۱۹ برېښنايي او ۱۹ زره او ۸۵۳ تنو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د نیمروز د احصایې او معلوماتو ادارې رېیس کمالالدین حقیار وايي، په دغه ولایت کې هره ورځ گڼ شمېر خلک د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د تر لاسه کولو په موخه د دې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.: «د مرکز په گډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي دي چې ۱۶ زره او ۷۲۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۵ زره او ۹۷۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۴ زره او ۳۰۴ زېږون کارتونه، ۲۷۸ د مړینې پارچې، ۱۳۷۹ د واده او ۹ د طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.»
د حقیار په خبره، په نیمروز کې دبرېښنايي پېژندپاڼو د وېش یوه څانگه فعاله ده، چې هره ورځ ورته لسگونه نارینه او ښځینه غوښتونکي مراجعه کوي.اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش گڼې څانگې فعاله دي، چې هره ورځ ورته سلگونه تنه مراجعه کوي.