Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»پاکستان کې د ډېرې کرمۍ له امله د میلیونونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل کیږي
    سیمه

    پاکستان کې د ډېرې کرمۍ له امله د میلیونونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل کیږي

    صابر افغانصابر افغان25 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت د شدیدې ګرمۍ له امله په موقت ډول ښوونځي تړي، چې کوچني زده کوونکي له ګرمۍ څخه په امان شي.

    د پاکستان د ماشومانو د ساتنې ادارې اعلان کړی، چې د روانې میلادي میاشتې د ۲۵ نېټې څخه نېولې تر ۳۱ نېټې پورې د شاوخوا ۲۶ میلیون ماشومانو پر مخ د ښونځیو دوازې تړي.

    دا د پاکستان د ښوونځیو د ټولو زده کوونکو ۵۲ سلنه کیږي.

    د پنجاب ایالت د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرمۍ او حرارت درجې د لوړېدو له امله به ټول حکومتي‌ او خصوصي ښوونځي تړلي وي؛ خو، ازموینې به د اعلان شوي‌ مهالوېش سره سم اخیستل کېږي.

    سږ کال په دغه هېواد کې ګرمي زیاته ده او د یو شمېر ښارونو د روغتیایي مرکزونو مسولینو ویلي دي، چې د ګرمۍ ځپلو سلګونو کسانو درملنه یې کړې ده.

    د معلوماتو پر اساس ویل کېږي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د ګرمۍ، زیات حرارت او ډول ډول موسمي بدلونونو له امله په پاکستان کې ښوونځي تړل کیږي، بلکې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د اقلیم د بدلون له کبله سخت بارانونه وشول او سېلابونه ووتل، چې ۳۳ میلیون کسان یې زیانمن او د زده کړو بهیر یې ودراوه.

    د پاکستان د لومړي وزیر مرستیالې “روبینا خورشید” په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې پاکستان د اقلیم بدلون له امله د زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري او په خبره یې دا شدید بارانونه او سېلابونه هم د اقلیم بدلون له امله دي.

    نوموړې وویل: “د پنجاب او سیند ایالتونو کې به ۲۶ سیمې د ګرمۍ دا څپه تجربه کوي‌ او یوه اوونۍ به روانه وي”هغې له پاکستانیانو وغوښتل، چې د ګرمۍ په دغې سختې څپې کې له لمر څخه ځانونه وساتي او کافي‌ اوبه وڅښي.

    په پاکستان کې مقاماتو ویلي دي، چې د اقلیم بدلون له امله د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د سانتیګراد په حساب تودوخه ۵۰ درجې ته رسېدلې ده.

    مخکینۍ مقالهالخلیفي: د افغانستان په اړه هره کېدونکې غونډه د افغان حکومت له حضور پرته پايله نه لري
    راتلونکي مقاله غزني کې لس چیکډیمونه گټې اخیستنې ته سپارل شوي

    مربوطه لیکنې

    د خیبر پښتونخوا بر قمبرخېلو کې جګړه شوې او بنو کې څلور پولیس تښتول شوي

    20 مارچ 2026

    بلوچستان کې وسله‌وال برید؛ اته پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي

    20 مارچ 2026

    د سپاه پاسداران ویاند علي محمد نائیني ووژل شو

    20 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 مارچ 2026

    قطر کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي

    رویټرز راپور ورکړی، چې ‏د قطر د پوځ یوه چورلکه د دغه هېواد په سمندري…

    تېر کال له هېواده د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

    22 مارچ 2026

    فطرت: کونړ کې د پاکستاني رژیم په ډزو یو تن شهید او بل ټپي شوی

    22 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي

    22 مارچ 2026

    تېر کال له هېواده د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

    22 مارچ 2026

    فطرت: کونړ کې د پاکستاني رژیم په ډزو یو تن شهید او بل ټپي شوی

    22 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،126 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،148 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.