Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کابل ـ کندهار د لویې لارې د پاتې برخو د بنسټیز ترمیم او بیا جوړونې کار پیل شوی
    افغانستان

    د کابل ـ کندهار د لویې لارې د پاتې برخو د بنسټیز ترمیم او بیا جوړونې کار پیل شوی

    صابر افغانصابر افغان26 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت مسوولین وايي، د کابل ـ کندهار د لویې لارې د پاتې برخو د بنسټیز ترمیم او بیا جوړونې کار پیل شوی دی، چې په ترڅ کې به یې دغه لاره بېرته په اساسي ډول جوړه شي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولگټو چارسمبالي وزیر ملا محمد عیسی ثاني له یادې لویې لارې د څلورو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه کړې.: «لومړۍ برخه يې له کابل څخه پیل تر ارغندۍ سیمې پورې، دويمه برخه یې له دراني بازار څخه پيل د ميدان وردگو ولایت اړوند تر زرنې سیمې پورې، درېيمه برخه يې له زرنې سیمې څخه پیل د یاد ولایت د سيد اباد ولسوالۍ تر مرکز او څلورمه برخه يې د‌ سید اباد ولسوالۍ څخه پيل د ميدان وردگو ولایت تر عزيز قلعه سيمې پورې رسېږي، چې د اساسي ترميم او بیا رغونې کار يې څو ورځې وړاندې پيل شوی دی او مالي لگښت يې د ټولگټو وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي.»

    د خبرپاڼې له مخې، د ټولگټو چارسمبالي وزیر د یادې لویې لارې قردادي شرکتونو ته ویلي، چې یاده لویه لاره په ښه کیفیت او ټاکل شوې وخت پای ته ورسوي.

    د يادونې وړ ده، چې ټولگټو وزارت پرو سږکال د يادې لویې لارې کار په ۷ برخو کې پيل کړی وو، چې اوس يې د کار د چټکتيا او غوره تطبيق په موخه په بېلابېلو نورو برخو وېشلی دی.

    د کابل – کندهار لويه لار د هېواد يوه له مهمو اقتصادي لویو لاروو څخه ده، چې گاونډيو هېوادونو ته د کرنيزو او سوداگريزو توکو په لېږد رالېږد کې غوره اقتصادي رول لري او په اساسي ترميم او بیا رغونې سره به یې د کرنيزو او سوداگريزو توکو په چټک لېږد رالېږد کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.

    مخکینۍ مقالهعزیزي: روسي پانگه‌والو په افغانستان کې د پانگونې لپاره لېوالتیا ښودلې
    راتلونکي مقاله دلاور: هغو کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو چې د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې وړتیا ولري

    مربوطه لیکنې

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    زلمی خلیلزاد: پخواني(جمهوري) مشران او واکمنان هڅه کوي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي

    19 اگست 2025

    کابل به سبا چهارشنبه د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې کوربه وي

    19 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 اگست 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    د هېواد د بهرنیو چارو وزی مولوي امیر خان متقي نن (چهارشنبه، د زمري ۲۹مه)…

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مولوي امیرخان متقي له خپل چینایي سیال سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    20 اگست 2025

    د هند او چين د اړيکو نوی پړاو؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پيل هوکړه شوې

    20 اگست 2025

    پر غزې د اسرائيلي رژيم د بريدونو له پيل راهيسې نږدې ۱۹ زره ماشومان شهيدان شوي

    20 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،001 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،968 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.