د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلد سره په کتنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د زړه په ولادي نیمګړتیاوو د اخته ماشومانو د درملنې او د روغتیايي مرکزونو د جوړولو او تجهیز په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د سرطان روغتون د تجهیز او افغانستان ته د درملو د وارداتو په اړه هم خبرې شوې دي.
د وزارت په وینا د ترکیې شارژدافیر د افغانستان له روغتیايي سکتور سره د همکاریو د دوام او د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی دی.


