د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور د «برادران نظري رحیمي ګروپ» د اوسپنې د پروسس کمپنیو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې هغو کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوي، چې د کانونو په برخه کې پانگونه کوي.
د کانونو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د برادران نظري رحیمي گروپ د اوسپنې د پروسس د کمپنیو چې پکې میهن سټېل، ملت سټېل، میوند سټېل او افغان فولاد شامل دي ورسره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې د برادران نظري رحیمي گروپ مسوول ویلي، د افغانستان د اوسپنې د کانونو په برخه کې پانگونه کوي.:«د یادو کمپنیو استازي په پام کې لري چې د هېواد دننه د اوسپنې د کانونو د پراختیا، استخراج او پروسس په برخه کې د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو څخه نیولې تر ۲۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت پانگونه وکړي، چې په دې سره به ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»
د خبرپاڼې له مخې، د کانونو او پټرولیم چارسمبالي وزیر د یادو کمپنیو استازو ته ویلي، هغه کورني شرکتونه چې د کاني زېرمو په برخه کې د پانگونې وړتیا لري موږ ورته لومړیتوب ورکوو.اوسمهال د هېواد په گڼو ولایتونو کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونې فعاله دي او گول سیخ په برخه کې افغانستان ځان بساینې ته نږدې شوی دی.