د ټولگټو وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې ویجاړې شوې دي، چې اوسمهال یې د جوړولو کار پیل کړی دی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هېواد د یو شمېر ولایتونو لویې لارې، سړکونو، پلونو او پُلگوټو د ویجاړو شوو برخو د جوړولو چارې پیل شوې دي.: «د ټولگټو وزارت له لوري د تېرو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد د یو شمېر سړکونو له سطحې څخه د سېلابي موادو د پاکولو تر څنگ د ځینو سړکونو، پُلگوټو او پلونو د تخریب شوو برخو د ترمیم کار پیل او دا مهال روان دی.»
د خبرپاڼې له مخې، د لوگر اړوند د لوگر – گردېز لویه لاره د تېرې کوتل په سیمه کې د سړک غاړو(شولډرونو) د تخریب شوو برخو ترمیم او داغگیري، په بغلان کې د ډنډ غوري ولسوالۍ مسیر څخه د رسوبي موادو پاک کاري، په پکتیکا د سرحوضې – ارگون مسیر د سړک د غاړو او پُلگوټو څخه د سېلابي موادو پاک کاري، د کندوز اړوند د امام صاحب ولسوالۍ پر مسیر د بیشکپه په سیمه کې د یو پایه تخریب شوي پُلگوټي ترمیم او بیا رغونه او د پکتیا اړوند د گردېز – غزني سړک د تخریب شوو برخو پُلگوټو د ترمیم او هوارولو کار، د اړوندو ولایتي ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ پهمټ پیل پیل شوي دي.: «ټولگټو وزارت تل هڅه کوي چې د لویو لارو او سړکونو په ترمیم، رغونه او بیا رغونې سره درنو هېواد والو ته بشپړې ترانسپورتي اسانتیاوي رامنځ ته کړي.»
د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په شمال کې گڼې لویې لارې تخریب شوي دي او اوس هم ځینو سیمو ته د موټرونو تگ راتگ نه کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د ټولگټو وزارت له لوري په یو شمېر ولایتونو کې هغه لویې لارې بېرته پاکې کړي، چې وروستیو سېلابونو بندې کړې وي او په ځینو سیمو کې د لویو لارو د پاکولو چارې روانې دي.