Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نن او سبا ته د هېواد په شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی
    افغانستان

    نن او سبا ته د هېواد په شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی

    صابر افغانصابر افغان27 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، نن او سبا ته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل دی.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوېدیځو، سوېلي، مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د سالنگونو په گډون د نسبتاً چټکو بادونو، خاورو، دوړو پېښېدو اټکل شته، چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت سره اټکل کېږي.

    د اوبو او انرژۍ وزارت بیا ویلي، د روانې غبرگولي میاشتې له ۷ مې نېټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.: «د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالي هوا پېژندنې ارگانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً چټکو بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی چې د دغه ناڅاپي ورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو او کابل) سينديزو حوزو کې شوی دی.»

    د یاد وزارت خبرپاڼه کې لیکل شوي، په ذکر شوو نېټو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال د بارانونو او واورې د وېلې کېدلو او د اوبو د کچې لوړوالی په ځانگړې توگه د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان) سیندونو پر لاره او د ذکر شوو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شته.

    د پرو سږکال د کب میاشتې راهیسې په هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه کېږي، چې له امله یې گڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

    د یادو ورښتونو او سېلابونو تر ټولو خونړۍ څپه په بغلان کې وه، چې له امله یې زرگونه کورونه ویجاړ کړل او تر دوو زرو ډېرو ته یې مرگ‌ژوبله واړوله.

    مخکینۍ مقاله«ډېر ژر به گڼ افغان متخصص ډاکټران هېواد ته راوگرځي»
    راتلونکي مقاله د تورغونډۍ ـ رباط پریان د اورگاډي پټلۍ د سروې او ډېزاین هوکړه لاسلیک شوه

    مربوطه لیکنې

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    1 مې 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مې 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د همغږې ډلې…

    عرب اماراتو ايران، لبنان او عراق ته د خپلو وګړو پر تګ بنديز ولګاوه

    1 مې 2026

    د سوریې پخوانيو پيلوټانو اعتراف کړی چې پر ملکي سیمو د بمبارد امر یې له بشارالاسد ترلاسه‌کاوه

    1 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار کړی

    1 مې 2026

    عرب اماراتو ايران، لبنان او عراق ته د خپلو وګړو پر تګ بنديز ولګاوه

    1 مې 2026

    د سوریې پخوانيو پيلوټانو اعتراف کړی چې پر ملکي سیمو د بمبارد امر یې له بشارالاسد ترلاسه‌کاوه

    1 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.