Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»نړۍ او طالبان
    لیکني

    نړۍ او طالبان

    صابر افغانصابر افغان29 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اېمل پښتون

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف: طالبان د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه باسي. سرګي لاوروف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان یو رښتینی ځواک دی او دوی هېڅکله له افغانستانه خپل سفارت نه دی وېستلی او له اسلامي امارت سره نږدې اړیکه کې دي.

    دا رنګه دغه هېواد وخت ناوخت یو شمېر مهمو غونډو ته هم د طالبانو استازي وربولي.

    تازه رویټزر خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې روسیې په خپله لویه کلنۍ اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره اسلامي امارت ته هم بلنه ورکړې ده.

    روسیه چې د سیمې او نړۍ په کچه یو له لویو زبرځواکو هیوادونو څخه دی، له اسلامي امارت سره یې د تعامل اړیکې ورځ تر بلې په قوي کېدو دي، چې دا د افغانستان او امارت لپاره ډېر ښه او مثبت اړخ دی. له تور لیست څخه د چارواکو تر ایستلو وروسته به ډېر زر مسکو له چین سره په تفاهم د رسمیت پېژندنې لړۍ هم پیل کړي.

    تر چین، هند، ایران او روسیې ورهاخوا امریکا او اروپا هم منلې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان یوازینی قوت او واقعیت دی. د طالبانو بهرنی سیاست بریالی، په واقعیتونو ولاړ او متوازن دی.

    نړۍ قانع شوې ده، چې افغانستان سره له تعامل پرته بله لار نه لري او دا یې هم منلې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان رښتینی قوت دی، چې هېڅ بدیل نه لري. طالبان بهرني سیاست کې بریالي روان دي، ځکه هم‌مهاله هم دوحې او هم روسیې ته غونډو ته بلل کېږي.

    توازن او اقتصادي اړیکې پیاوړي کول یې مهم ګامونه دي.له بل پلوه د نړۍ د یو قوي هېواد ولسمشر او په افغانستان کې ماتې خوړونکی جوبايډن د افغانستان په اوسني امنیت اعتراف او د امپراطوریو هدیره بلل ېې ډېره لویه خبره ده.

    دا هغه اعترافات دي، چې نړۍ یې د اسلامي امارت پر قوي رهبریت، جغرافیوي واڪ او اقتصاد محوره سیاست باندې کوي.د روس، امریڪا او چین لویو زبر ځواڪو هېوادونو ترمنځ د اړیڪو توازن او پدې منځ ڪې په منځنۍ ڪچه د سیمې له بېلابېلو هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل له یو قوي رهبریت څخه اداره ڪېږي، بهرنی سیاست مو بریالی سیاست دی، نړۍ هم پرته له تعامل څخه بله لاره نه لري.

    د روسي چارواکو تازه څرګندونو ته په کتو داسې معلوميږي، چې د اسلامي امارت بهرنی سیاست معقول او بهرنیو هېوادونو ته د قناعت وړ دی، کیدای شي په اول ځل روسیه هیواد د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، چې دا به امریکا او د امریکا ملاتړي هېوادونو خپله دې ته مجبور کړي، چې امارت په رسمیت وپېژني.

    مخکینۍ مقالهکابل کې درې غلهٔ نیول شوي
    راتلونکي مقاله اردغان اسلامي نړۍ ته: د اسرائیلو وروستي خونړي برید ته غبرګون وښیئ

    مربوطه لیکنې

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025

    انتخابي عدالت که د فشار وسیله؟ د جمهوریت د جنایاتو په اړه د نړۍوالې جنایي محکمې چوپتیا

    16 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 20 جولای 2025

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوه کسانو ته…

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا مشروع اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزاء ورکړل شوه

    20 جولای 2025

    تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۳۰ فلسطينيان شهيدان شوي او ۴۹۵ نور ټپيان دي

    20 جولای 2025

    بنیامین نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو په مکروب اخته شوی

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،920 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.