د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغان حکومت د مشر د حکم له مخې هغه کسبګر او هټۍ وال چې کلنی پلور یې تر ۲میلیونو افغانیو پورې وي، د ثابتې مالیې له ورکړې څخه معاف دي.
نوموړي زیاته کړې چې له دوه میلیونو څخه پورته پلور لرونکو اصنافو او کسبګرو څخه ۰.۵ سلنې ثابتې مالیې پر ځای ۰.۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.
ګن شمېر افغان کسبګر او هټۍوال د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي، چې دې سره به ډېر کار و باریان له ګڼو ستونزو څخه خلاص او په کار و بار کې به یې سمون راشي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم دغه پر ځای ګام ګڼي او وایي، چې دا د حکومت دنده ده، چې ولسونو، کسبکارانو او هټۍوالو ته سهولتونه او په ډېرو برخو کې معافیتونه رامنځ ته کړي.
دوی د افغان حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي او ترڅنګ یې له کسبکارانو او هټۍوالو څخه غواړي، چې دوی هم پخپلو سوداګریزو راکړه ورکړه کې له انصاف او عدالت څخه کار واخلي.