په ایران کې د څوارلسمې دورې د ټاکنو په موخه د ولسمشریزې څوکۍ لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر نن پنجشنبه د جوزا په ۱۰ مه سهار اته بجې پیل شو.
ایراني رسنیو د اړوندو مسولینو له قوله خبر ورکړی، چې نوماندان پنځه ورځې وخت لري، چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوملیکنه وکړي او ځان نوماند کړي.
وروسته له هغې چې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره نورو چارواکو د هلیکوپتر د نسکورېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ، ورسره جوخت ایران حکومت اعلان وکړ، چې راتلونکو پنځوسو ورځو کې به د ولسمشریزي څوکۍ لپاره ټاکنې ترسره کوي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اساسي قانون پر بنسټ، که کله هم داسې کومه پېښه رامنځه ته کېږي او ولسمشر پکې ژوند بایلي، واک د ولسمشر لومړي مرستیال ته انتقالیږي او په داخل د ۵۰ ورځو کې به د یادې څوکۍ لپاره ټاکنې ترسره کېږي.