لیکوال: ارغوان وطنیار
دا متل پخوا او اوس هم مجبوریتونو ته کارېده او کاریږي خو نن سبا یې باید د خپل ابتکار د ځلولو په ساحه کې وکاروو، دا منو چې جرایم او پېښې په ټوله دنیا کې معمول دی او کیږي، نړۍ سره د خپل تخنیک او ټکنالوژۍ د جرایمو په مخنیوي کې پاتې راغلې دا عاجزي یې یوازې د وړو پیښو په برخه کې نه ده بلکې د لویو پیښو او چاودنو څخه هم خوندي او مصونه نه ده.
موږ راځو خپل په ادارې او فوځ غږیږو، زموږ سرتیري دومره بېداره دي چې هره وړه او لویه پېښه په وخت کابو کوي او د ټول هیواد حالات داسې څاري لکه زرګر چې زره بینې ښيښه په زرو پسې ګرځوي.
تېره ورځ د اسلامي امارت سرتیرو هغه صراف د اختطافګرو له منګولو روغ رمټ وژغوره چې ننګرهار کې د غلو لخوا تښتول شوی و، نوموړي او دده کورنۍ د اسلامي امارت له نظام او سرتېرو مننه وکړه او له دوی يې خوښي وښوده چې د ظالمانو قاتلانه پلان یې شنډ کړ او دی روغ رمټ د خپلې کورنۍ غېږې ته راستون کړ.نوموړي له سرتېرو یوه ځانګړې مننه وکړه چې خپل ځانونه یې د ده د نجات په خاطر د مرګ خولې ته ورکړ.
موږ په تېر جمهوریت کې ولیدل چې د همدې ننګرهار یو سوداګر او د مشرق د شرکت ریس حاجي فاروق اختطافګرو د ارګ له خولې پورته کړ او بیا یې کورنۍ ته ورته له شکتجو او تراژیدیو ډکې ویډیوګانې لېږلې، هغو ویډیوګانو کې به ښودل کیدل چې د حاجي صاحب ګوتې ترې غوڅېدلې، کله به یې د بدن غوښه ورپرې کوله او دا شیان پرته له بې هوښۍ کېدل د حاجي چیغو او ګریغو به دنیا لړځوله خو د هغه وخت د فاسدو واکدارانو وجدانونه به لرزیدل او نه به ویښیدل، بالاخره په ډېر بربریت، په ډېر مظلومیت او بیچارګۍ یې د شهادت جام نوش کړ.
همدا ډول د سباون په نامه یو تنکی ظلمی یې په بدرنګۍ او شکنجو شهید کړ، هره به یې یوه ګوته ځینې غوڅوله بیا به یې ویډیو ورته فامیل ته لېږله سباوون به هلته چیغې او سورې وهلې مور او پلار به یې دلته روحي شکنجه کیدل خو هیڅ مرجع او ادرس به نه و چې د ظالمانو تېرې برچې د مظلومانو له مریو لرې کاندي.
لله الحمد اوس داسې بده پېښه نشته زموږ د سرتیرو څار ډېر قوي دی تاسې ولیدل چې کابل لسګونه کلونه ورونو یوه خور په شخصي زندان کې ساتلې وه د نجات پرښتې ورپسې ورسېدې او د کلونونو شکنجو او بربریت ته یې د پای ټکی کېښوده او همدا ډول دغسې یوه زړه بګنووني پېښه په فراه کې مخې ته راغله زموږ وسله ځواک ورپسې ورغلل.
دا منو چې موږ د نړۍ د بدرنګو سیاستونو په پیچ او خم کې راګیر یوو خو دا هم منوو چې زموږ فولادي مټې او فولادي ایمانونه به د دسیسو هر کنګل ماتوي او په وطن به د ازادۍ، عدالت لمر به ځلیږي.
موږ د ملت یوو او ملت زموږ دی، زموږ فوځ او سرتیري په همدې باور دخپل سرونه نذرانه کوي ترڅو د ملت سرونه او عزتونه خوندي وي؛ دا تش شعار نه دی بلکې د یو ثابت شوی رښتینی عمل دی.
تل دې وي افغانستان یشه سن افغانستان پیروز باد کشور عزیر ما