د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، په تېر یو کال کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو ۳۸۰ میله بېلابېل ډول وسلې او گڼ شمېر وسایط ترمیم کړي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېر یو کال په اوږدو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په حمایوي کنډک کې ۳۸۰ میله بېلابېل ډول وسلې، ۹۰ عراده هاموې ټانگونه، ۴۷ عراده زنځیر لرونکي روسي ټانگونه، ۴۰ عراده انټرنېشنل موټر، ۳۵ عراده ضربتي ټانگونه او ۵ عراده کرنگ ترمیم کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه تخریب شوي ټانگونه او وسلې د تېرې ادارې له لوري تخریب او پاتې شوي وو، له ترمیم وروسته د دوهم ځل لپاره خدمت ته اماده شول.
د ملي دفاع وزرات د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوه نیم کلونو کې د یاد وزارت له لوري زرگونه وسایط ترمیم شوي دي، چې اوسمهال د ملي اردو په واک کې ورکړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په ورکشاپونو کې اوس هم سلگونه عراده وسایط تر ترمیم لاندې دي، چې ډېر ژر به گټه اخیستنې ته وسپارل شي.