د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد فاضل مظلوم هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست او لښکرګاه هوايي ډګر له فعالیتونو لیدنه او څارنه کړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، وزیر د یادو ادارو له مسوولینو سره په جلا ناستو کې د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ د چارو په اړه خبرې کړي، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي او د روانو فعالیتونو ارزونه یې کړې.
نوموړي د ټرانسپورټي چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم کړي.


