د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره یوه اونۍ کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۷ قضیو ته رسېدنه کړې، ۱۳ دښمنۍ او ۵۶ شخړې یې حل کړي او د کوډګرۍ په تړاو یې ۱۳ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له سوداګرو او کسبګرو سره ۵۰۰ اصلاحي ناستې شوي او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه هم ۷۰۰ ناستې ترسره شوې دي.


