د ټولگټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د کابل ـ کندهار لویې لارې اړوند کمپنۍ پُل له اته کیلومترۍ څخه تر دُراني بازار پورې د سړک د دویمې طبقې د قیر اچونې کار پیل او دا مهال په چټکۍ سره روان دی.
د حقشناس په خبره، د کمپنۍ پُل څخه تر دُراني بازار پورې ټول سړک ۲۷ کیلومتره دی.: «ټولگټو وزارت پرو سږکال د کابل – کندهار لویې لارې د بنسټیز ترمیم او بیا رغونې کار پيل کړی وو، چې لومړۍ برخه یې د ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د کابل د کمپنۍ پُل له اته کیلو مترۍ څخه پيل د میدان وردگ تر دُراني بازار پورې رسېږي چې د ATB او لومړۍ طبقي د قیر اچونې کار یې بشپړ شوی وو او د دویمې طبقې کار یې دا مهال په چټکۍ سره روان دی، چې په نږدې راتلونکي به گټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
دی زیاتوي، د یادونې وړ ده، د یادې لویې لارې د دویمې برخې د بنسټیز ترمیم او بیارغونې چارې هم د میدان وردگ له دُراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د ۱۷.۹ کیلومتره په اوږدوالي سره پیل شوي دي، چې دا مهال یې د بیس کورس طبقې کار عملاً روان دی.
د کابل-کندهار لویه لار چې د افغانستان تر ټولو مهم اقتصادي لاره بلل کېږي، ۴۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په څو برخو کې به جوړ شي.