یو شمېر رسنیو د مالاوي هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله نن سه شنبه د جون په ۱۱ مه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد مرستیال ولسمشر “سایولوس چلیمیا” له ۹ نورو کسانو سره، چې له ده سره په طیاره کې سپاره و، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویترز خبري اژانس تېره ورځ د جون په ۱۰ مه د “مالاوي” هېواد د محلي رسنیو له قوله راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر “سايولوس چلیمیا” لېږدونکې الوتکه چې دفاع وزارت پورې اړوند وه او نهه نور کسان هم په کې سپاره و، له رادار څخه وتلې او د موقعیت په اړه یې معلومات نه و.
په خبر کې د یاد هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې په حواله لیکل شوي و، چې دغې الوتکې له پلان سره سم په “مزوزو” هوایي ډګر کې ناسته نه ده کړې.
خبرپاڼه کې زیاته شوې وه، چې له دغې الوتکې سره د اړیکې نیولو ټولې هڅې شوې وې، خو کومه پایله یې نه وه ورکړې.
نن یو شمېر رسنیو د مالاوي هېواد د چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړل او وې ویل چې مرستیال ولسمشر او نهه تنه نور چې له ده سره په طیاره کې سپاره، ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.مالاوي هېواد په جنوبي افریقا کې پروت هېواد دی، چې۱۱۸٬۴۸۴ کیلو متره مربع مساحت او شاوخوا شل میلیونه تنه نفوس لري.
د دغه هېواد پلازمېنه “لیلونګوه” ولایت دی او تر ۱۹۶۴ پورې د برېتانې مستعمره پاتې شوی دی.