Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د فرعوني سياست په وړاندې د شرعي سیاست بیا را څرګندتيا!
    لیکني

    د فرعوني سياست په وړاندې د شرعي سیاست بیا را څرګندتيا!

    صابر افغانصابر افغان18 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالرحيم ترین

    په يوويشتمې پېړۍ کې د نړۍ ټول واړه او غټ، قوي او کمزوري هيوادونه او مشران یې لګيا دي، چې په سیمیزه او نړيواله کچه هم په کور دننه او بهرني هيوادونه مصروف او په مشکلاتو اخته کړي، ترڅو يې په پايله کې واک چلولو ته لاره پرانیزي او په آساني سره دوی پرې حکومت وکړي.

    د دې یو ښه ثبوت همدا اوس غربي نړۍ او په ځانګړې توګه امريکا ده، امريکا په نړيواله کچه هیوادونه سره اخته کړي ترڅو د هغوی له ټکرونو دوی ته د مداخلې فرصت پیدا شي او بيا یې په پايله کې دوی ترې هر ډول غوښتنې او سياست ومني، چې يوازې په نوم به خپلواک خو په اصل کې د امريکا غلامان وي‌.

    دا ډول سياست ته فرعوني سياست ويل کيږي، چې د اختلافاتو په رامنځته کولو کې خپل واک ته لاره هوارولو کې سياست عملي کيږي.

    بل خوا شرعي سیاست ده، چې ټول کړه وړه یې د‌ اسلامي شريعت په اساس وي، د دې سياست تقاضا دا ده، چې سياست به يوازې د رب د بنده لخوا په نورو بنده ګانو د الهي حکمونو په اساس پلی کيږي او دا هرڅه به دې شريعت په چوکاټ کې وي.

    شريعت د اتحاد او ورورولۍ غوښتنه کوي او په مسلمانانو سیاست کوونکي به، خپل ځان څخه د شخصي يا فردي غوښتنې په اساس نه عملي کوي، بلکې هرڅه به یې د رب الهي جوړ شوي چوکاټ کې تلل او بيا به یې د رب په ځمکه د هغه په بنده ګانو عملي کوي.

    په يوويشتمې پېړۍ کې د وخت اميرالمؤمنين حفظه الله کندهار کې د لوی اختر په مناسبت وینا ترسره کوله، هغه د څه باندې شل دقيقې وينا په لړ کې په فرعوني او شرعي سیاست رڼا واچوله او د راتلونکي لپاره يې د نړيوال مصنوعي مدار او فرعوني کفري نړۍ فرعوني سياست په وړاندې د شرعي سیاست نوی بحث او سنګر خبرې او عملي کول را پورته کړل‌‌.

    شیخ صاحب حفظه الله په واضحه توګه د نړۍ فرعوني سياست وننګوی او مسلمه امت ته یې د شرعي سیاست په اړه نوی باب پرانيست.

    هغه حفظه الله وړاندې وویل: که چيرې زه د واک او قدرت طلب کوونکی وای، نو ما به هم اختلافات د ولس په مینځ کې را پيدا کول چې په پايله کې د هغوی له اختلافونو په استفادې ما واک چلولی وای او فرعوني سياست ته به مې دوام ورکړی وای، کوم چې په نورې نړۍ کې عملا روان ده، هغه وړاندې ولس ته عام او تام صلاحیت ورکړ چې په اتفاق شي او له دې اتفاق سره ما له واک عزل کړئ زه خوشحاله کیږم او همداسې د اتفاق هيله لرم.

    شرعي سیاست ته د عملي بستر د برابرولو لپاره شیخ صاحب حفظه الله عمومي عفوه ترسره کړه او د ننۍ وينا په شمول یې، هر وينا او پيغام کې تر لاس لاندې مسولینو ته ولس سره د نیکې رویې او ښه سلوک امر کړئ ده.

    دا په يوويشتمې پېړۍ کې د غربي نړۍ او تمدن او د فرعوني سياست په وړاندې د اسلامي شرعي سیاست د بيا را څرګندېدلو تازه پيل ده، دا پيل او آغاز هيله بښونکی ده او له پیړیو وروسته مسلمان خپل برم ته د ور ګرځيدو په حال کې دي بعون الله تعالی.

    د عالقيدر اميرالمؤمنين حفظه الله په عمر کې دې الله تعالی برکت واچوي.

    مخکینۍ مقالهامنیت او د هیوادوالو هیلې
    راتلونکي مقاله ډاډمن امنیت او د اخترونو لمانځنه؛ د تلپاتی ثبات پر لوري غښتلي ګامونه

    مربوطه لیکنې

    له هېواد بهر مدني بنسټونه؛ د بهرنیو استخباراتو د فشار وسیله

    16 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 17 اگست 2025

    نا څرګندو وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې اووه سیلانیان وژلي

    د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له‌مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو…

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    17 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نا څرګندو وسله‌والو خیبر پښتونخوا کې اووه سیلانیان وژلي

    17 اگست 2025

    خبریال او سياسي شنونکی میرویس افغان: پاکستان هڅه کوي د پخوانيو ټوپکیانو او پاکستان پلوه افغانانو په مټ افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار پرانيزي

    17 اگست 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    17 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،944 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،964 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.