یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې په داغستان کې د وسله والو بریدونو له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي.
اسوشیتید خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د داغستان جمهوریت د “مخاچ قلعه” ښارګوټي کې وسله والو برید شوی، چې له امله یې د ۶ پولیسو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوې دي او ۱۲ پولیس نور ټپیان شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په دغه برید کې یو “ارتودوکس پادري” هم وژل شوی دی.
روسیي چارواکو ویلي، چې وسله والو په دوو کلیساوو او د پولیسو په یوې پوستې بریدونه کړې دي.
داغستان د روسیې د ۸۵ فدرالي واحدونو څخه یو دی، چې د “خزر” سمندر غربي سواحلو او د قفقاز په ختیځ کې موقعیت لري؛ داغستان ۲.۹ میلیونه تنه نفوس لري، د دغه جمهوریت اوسېدونکي د روسي ژبې ترڅنګ په ۳۰ نورو سیمه ییزو ژبو خبرې کوي.