د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر خلیفه سراجالدین حقاني او د استخباراتو عمومي رئیس مولوي عبدالحق وثیق سره لیدلي او متحده عربي اماراتو ته یې په وروستي سفر ورسره خبرې کړې دي.
له ارگ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د وضعیت ارزولو ترڅنگ د ښاغلي خلیفه سراجالدین حقاني او مولوي عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره لیدنې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا لپاره مهمې یادې کړې.: «گڼشمېر نور هېوادونه هم له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.»
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینگار تر څنگ ویلې، د هر اړخيزې سياسي تگلارې په رڼا کې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښه تعامل او اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.: «د مثبت تعامل په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې په پراخېدو دي او دا د اسلامي نظام سياسي پرمختگ ښيي.»
د روانې جون میاشتې په څلورمه د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په گډون د استخباراتو لوی رئیس مولوي عبدالحق وثیق په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي وو.