Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان کې د عزم استحکام عملياتو حقيقت څه دی؟
    لیکني

    پاکستان کې د عزم استحکام عملياتو حقيقت څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان3 جولای 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان پوځ څو ورځې مخکې د عزم استحکام په نامه آپرېشن اعلان کړی؛ چې د دوی په وينا دغه عمليات به پېښور او بلوچستان کې د ټي ټي پي (TTP) او بي ايل اې (BLA) بلوڅانو د ځپلو لپاره کوي.

    د پاکستان ټول ولس او سياسيونو د دغه عملياتو مخالفت کړی؛ ويلي يې دي چې دا مسئله بايد په خبرو سره حل شي، نه بايد چې په سيمه کې نوره جګړه اوږده شي؛ دا ځکه چې د پاکستان ولس اوس ښه پوهېږي چې په سيمه کې د ټولو ناامنيو تر شاه د همدې پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی (ISI) او پوځ لاس دی.

    د پاکستان ولس او سياسيونو پر پوځ غږ کړی چې نور دې له دې بې ځايه شدت او د ولس وژنې څخه لاس واخلي.

    د پاکستان ولسي استازو په بار، بار ويلي چې د افغانستان سره موږ ښې اړيکې لرو او لا د دې اړيکو کې پرمختګ غواړو؛ د دوی په وينا چې د پاکستان پوځي ادارو همېش کوښښ کړی چې د افغانستان پر باډر د افغان حکومت سره مشکل جوړ او د دې دوه همسايه او مسلمان ولسونو اړيکو او تجارت ته زيان و رسوي.

    د پاکستان ولسي استازو بار، بار ويلي چې: موږ د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو پاکستان په پېښور او بلوچستان صوبه کې په قصدي توګه امن خرابوي؛ زياتوي چې: دغه د عزم استحکام عمليات هم د همدې موخې لپاره دي.

    د پاکستان او افغانستان ولسونه يو له بل سره همېش ښې اړيکې غواړي، قرابتونه لري او هم ښه تجارت يو له بل سره غواړي، امن غواړي؛ خو پاکستان چې د پرديو پروژې دلته عملي کوي دغه امن او تجارت له دغو سيمو څخه اخلي چې دا هم د افغانستان او هم د پاکستان په تاوان دی.

    پاکستان څه غواړي او د دې عزم استحکام عملياتو تر شاه اصل کيسه څه ده؟پاکستان غواړي په سيمه کې حالات خراب او پردۍ پروژې سيمه کې عملي کړي؛ تر څو له نړۍوالو پرې پيسې واخلي؛ د خپل ولس د وينو سوداګري له وخته د دوی کسب ګرځېدلی او دا چې اوس دوی ډيواليتوب ته نږدې شوي نو يو ځلي بيا د پښتنو او بلوڅانو په وينه تجارت ته يې ملا وتړله.

    دا چې افغانستان له غربي يرغل څخه آزاد شو، آرام ژوند او د سولې په تحفه سره د افغانستان مبارز ولس ونازول شو، افغانانو د پرمختګ پر لوري ګام کېښود نو دوی وارخطاء شوي؛ ځکه دوی د افغانستان امن، سوله، پرمختګ او ورورولي د ځان په تباهي سره تعريفوي خو افغان ولس هېڅکله د هېڅ چا بد نه غوښتي او نه يې هم غواړي.

    غرب، يهودو او عربستان و پاکستان ته پروژه د داعش خراسان ورکړې چې پاکستان پکې ناکامه او د طالبانو په شتون کې يې نه شي عملي کولای؛ ځکه د دغسي عملياتو په نامه غواړي مشکلات جوړ او بيا دې حالت کې د غرب و يهودو پروژې عملي کړي.

    پاکستاني ولس دغه ځای ښه درک کړی ځکه يې ټول ولس د دې عملياتو مخالف دي؛ ولسي استازي يې پوځ ته وايي چې نور د غرب پروژې پر موږ مه عملي کوئ.

    د پاکستان له جوړښت څخه بيا تر ننه د پاکستان نظام د آی ايس آی او د پوځ په لاس کې دی؛ د جمهوريت په نامه یې ديکتاتوري جوړه کړې او همېش يې د خپل ولس ځپلو ته کار ويلی؛ چې د دې عملياتو اصل هدف يې هم د بلوڅانو او پښتنو ځپل او له نړۍوالو د جګړې په نامه مرستې ټولول دي.

    دا چې د پاکستان ولس د خپل نظام څخه په تنګ راغلی، د دوی وحشتونه نور نه شي زغملای، پاکستاني ولس درک کړئ چې همېش د دوی په سرونو سوداوې کېږي، پردۍ پروژې پر دوی عملي کېږي؛ ځکه يې د دوی د استبداد مقابل سپېڅلی بغاوت د ټي ټي پي او بي ايل اې په نامه اعلان کړی چې کنټرول يې هم اوس د پوځ و آی ايس آی تر وس وتلی چې اوس يې د تروريزم سره د مبارزې په نامه د خپل ولس ځپلو، بې عزته کولو ته ملا تړلې.

    د دې عملياتو تر شاه يو هدف د دوی د افغانستان د حکومت بدنامي او ورسره پر باډر ځان اخته کول دي؛ چې بيا به دوی په خپلو هغو پوچو تبليغاتو کې کار ترې اخلي چې وايي د پاکستان خاوره زموږ پر ضد استعمالېږي؛ که څه هم دا ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د افغانستان خاوره نه، بلکې د پاکستان خاوره همېش د افغانستان، ايران، انډيا او د سيمې د نورو هېوادونو مخالف استعمال شوې.

    همدا اوس د داعش خراسان روزنه په پاکستان کې د پوځ و آی ايس آی تر چتر لاندې کېږي، د داعش خراسان مشران د دوی په مېلمستونونو کې مېلمانه دي؛ د پاکستان ولس او سياسيون دغه هر څه ويني.

    دوی پر افغان حکومت تور پوري کوي چې ټي ټي پي له افغانستان څخه فعاليت کوي؛ اما ټي ټي پي په بار، بار ويلي چې موږ پاکستان کې تر خپلې ولکې لاندې سيمې لرو او خپل فعاليت له پاکستان څخه کوو؛ همدارنګه افغان حکومت هم د دوی دغه تورونه بار، بار رد کړي.

    حتا د دوی د حکومت ولسي استازو په بار، بار ويلي چې ټي ټي پي له پاکستان څخه فعاليت کوي؛ د پوځ و آی ايس آی څخه په تنګ راغلي، پاکستاني ځوانان دي چې د پوځي ادارو مقابل جنګېږي.

    پاکستاني ولس او استازو د دغه عملياتو په مخالفت سره ويلي چې: موږ د افغانستان سره ښې اړيکې غواړو خو د پاکستان پوځ په قصدي ډول د افغانستان سره اړيکې خرابوي، وايي چې پوځ و آی ايس آی په قصدي ډول زموږ کاروبارونه را خراب کړي.

    له څو مياشتو څخه د کرښې ها خوا پښتانه احتجاج کړی او هم بلوڅانو بار، بار احتجاجونه کړي چې نور دې دغه وحشتونو څخه د پاکستان پوځ و آی ايس آی لاس واخلي؛ بيا هم پوځ په يوه و بل نامه د بې وسلې ولس مقابل عمليات اعلانوي.

    داسي ښکاري چې پاکستان ټوټه کېدونکی دی! نور د پاکستان د پوځ تر وس هم د خپل هېواد کنټرول وتلی، د خپلو غلطو پاليسيو له وجې يې خپل ولس هم تباه او د بنګال غوندي جلا کېدو ته يې اړ ايستلي دي.

    کله چې د بنګاليانو حقوق نه ورکول کېدل، لکه نن چې بلوڅانو و پښتنو ته نه ورکول کېږي؛ نو بنګاليانو د خپل حق غوښتلو په پار احتجاجونه شروع کړل چې د ځپلو لپاره يې د پاکستان پوځ پرې حمله وکړه؛ له يوه مخه يې قتل عام کړه، د بنګالي مسلمانو خويندو سره يې زناوې وکړې چې بنګال کې يوه انساني فاجعه منځته راغله او له پاکستان څخه جلا شوه؛ اوس هم همداسي ښکاري چې بلوڅ و پښتانه به د دغسي عملياتو مقابل پاڅون کوي او ترې جلا کېږي به.

    عزم استحکام عمليات به د پاکستان د ټوټه کېدو شروع وي او د دوی ټول شوم پلانونه چې پښتنو، افغانانو او بلوڅانو ته يې لري ناکامه کېږي، ځکه يو طرف ولسونه اوس د دوی په شوم اهدافو پوه شوي؛ سيمه کې امن غواړي او بل طرف افغانستان کې اوس يو داسي نظام راغلی چې ولس پرې سخت ولاړ دی ځکه د دوی پروژې ناکامه کېږي.

    مخکینۍ مقالهکندهار کې د ښار د ښکلا لپاره شپني څراغونه لگول شوي
    راتلونکي مقاله پنجشېر کې د طبیعي پېښو له زیانمن شوو سره مرستې کېږي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.