انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د امریکا جګړه، د سیاسي او اقتصادي زیانونو سربېره، اړینه وه او هېواد یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره له پوځي اقدام پرته بله لار نه لرله.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو له پیل او دوام څخه دفاع کوي او که ورته وضعیت بیا هم رامنځته شي، یو ځل بیا به ورته اقدام وکړي، ځکه د نوموړي په وینا، ایران ته باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.
ټرمپ منلې، چې له ایران سره جګړې د تېلو او پټرولو بیې لوړې کړې او د جمهوريپالو ګوند د منځمهاله ټاکنو پر ماتې یې هم اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د جمهوريپالو د ټاکنیزې ماتې لامل له ایران سره جګړه بللې او ویلي یې دي، چې د جګړې په اړه د خلکو ناخوښۍ د ټرمپ ځینې پخواني پلویان دې ته اړ کړل، چې د ډیموکراتانو ملاتړ وکړي.
نوموړي په ورته وخت کې ویلي، که دی په منځمهاله ټاکنو کې نوماند وای، جمهوريپالو به بریا خپله کړې وه، خو په خبره یې، دوی ونه توانېدل چې د ټرمپ د پلویانو مینه او ملاتړ د ګوند نورو نوماندانو ته ولېږدوي.


