Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»یوناما د لوېدیځو هېوادنو سیاسي وسیله.
    افغانستان

    یوناما د لوېدیځو هېوادنو سیاسي وسیله.

    عمران آغاعمران آغا10 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیڪوال: اېمل پښتون

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، یا یوناما د افغانستان د بشري حقونو اړوند په یو خپور کړي راپور کې ویلي: چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري، ترسره شویو اقداماتو د خلکو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.

    یونما په خپل هر دوه میاشتني راپور کې شرعي احکام لکه حدود، قصاص، حجاب او داسې نور (انسان ضد) کړنې بولي.

    خو يوناما ته د اسلامي امارت ځواب په دې ډول وو: کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کېږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.
    په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعي برخورد ورسره کېږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هېڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کېږي.

    یوناما ویلي: «چې دغه وزارت د ملکفیتونو او بندیزونو په اړه د اسلامي قوانینو څخه د طالبانو د حکومت د چارواکو د تفسیر پر بنسټ اوامر صادر کړي دي» یعنې دوی داسې وایي: چې ګویا طالبان ولې زموږ تفسیر نه پلی کوي.

    له غرب څخه مسلمانانو ته راتلونکې نسخې، چې اسلام یې پر اسلامونو باندې تقسیم کړی دی، لکه: امریکایې اسلام، اروپایې اسلام، فرانسوي اسلام، کاناډایي اسلام او بالاخره غربي اسلام، یعنې دوی په دې اندښنه ښکاره کړې ده، چې طالبان ولې امریکایې اسلام نه پلی کوي، ولې فرانسوي اسلام نه پلی کوي، ولې غربي اسلام نه پلی کوي، طالبان ولې له اسلام څخه خپل تعبیر او تفسیر اخلي.

    غرب غواړي چې هر څوک او د هر دین پیروان باید زموږ په رقم واوسي، یعنې د خپل دین او مذهب په تقابل کې واقع شي، چې د یونما دغه فکر خپله یو ناورین زیږوونکی فکر دی.

    پر نړۍوال سټېج سپاره خونخواران له هر هېواد او نظام څخه دا هیله او تمه لري، چې د دوی وضع کړي قوانین مراعات کړي او نړۍ د دوی په خوښه راوڅرخي.

    یوناما د لویدیځو قدرتونو یوه سیاسي وسیله او د جاسوسۍ ځاله ده او په افغانستان کې یې ماموریت له بدو او ناوړو سیاستونو پرته بل څه نه دي.

    م.م. داسې برنامه نه لري، چې په انسانیت یوڅه ور اضافه کړي، بلکې دوی پر انسانیت وراضافه دي او ټول بشریت ته تر خپل عنوان لاندې لارورکي قوانین ټاکي، دوی نړۍ یوازې د خپل ځان ملکیت بولي.

    آیا یوناما کله هم د امریکا په اړه داسې یو راپور خپور کړی، چې امریکا داعش اېجاد کړ؟ چې د بشر لپاره تر داعش خطرناکه وباء او طاعون بل نشته.

    آیا یوناما په اسلامي هېوادنو لکه: افغانستان، عراق، سوریه او اوس فلسطین کې د امریکا له جنایاتو کوم راپور خپور کړ؟ آیا یوناما د اسرايیلو له جنایتونو کوم راپور وړاندې کړ؟ یوناما ولې د فلسطین په ټول وژنه چوپ ده؟

    د دې ټولو سوالونو ځواب یو کېدلی شي، چې یونما د م.م او په ځانګړې توګه د امریکا استخباراتي او شیطاني څانګه ده، چې د بشري مرستو او بشري وضیعت د څارنې تر شعار لاندې امریکایي او غربي ګټې تعقیبوي او بس.

    مخکینۍ مقالهمسیر ورځپاڼه: له چین سره نښلېدونکی سړک د افغانستان او سیمې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري.
    راتلونکي مقاله هلمند کې د وسله‌والو غلو یوه ډله نیول شوې.

    مربوطه لیکنې

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 4 فبروري 2026

    راپورونه: تېره میاشت هري توپان د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو ۲۷ کښتۍ ډوبې کړي

    ایټالوي «لا ریپوبلیکا» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې تېره میاشت د ټونس له سواحلو اروپا ته…

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    راپورونه: تېره میاشت هري توپان د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو ۲۷ کښتۍ ډوبې کړي

    4 فبروري 2026

    د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی

    4 فبروري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

    4 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.