د ننگرهار ځايي مسوولین وايي، د تېرې دوشنبې په ورځې سخت توپان، بادونو او ورښت له امله په دغه ولایت کې سلگونه کورونه، زرگونه کرنیزې ځمکې، ولاړ فصلونه، د برېښنا لسگونه ستنې، زرگونه ونې او لسگونه بڼونه ویجاړ شوي دي.
د ننگرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، د وروستي توپان له امله د ځاني زیانونو سربېره خصوصي سکتور ته هم درانه مالي زیانونه اوښتي دي.:«د برېښنا ستنې ویجاړې شوې، سربندونه، ویالې، عمومي لارې او په زرگونه جریبه کرنیزو ځمکو کې ولاړ فصلونو ته هم زیان اوښتی دی.»
د بدلون په خبره، د دې سربېره د خلکو کورونه هم ویجاړ شوي، چې ځینې په بشپړ ډول له منځه تللي او د ځینو کورنو چتونه پرېوتلي دي.
د تېرې دوشنبې په ورځ په ننگرهار کې سخت ورښت، توپان او باد له امله د دغه ولایت مرکز جلالاباد ښار سربېره د سرهرود، بهسودو، بټيکوټ او نورو سیمو کې ۵۲ تنه مړه او له ۳۵۰ ډېر ټپیان شوي وو.
تر اوسه د افغان حکومت له لوري د شهیدانو له کورنیو سره سل زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنیو سره د ۵۰زره افغانیو مرستې شوې دي.
زیانمن شوي خلک وايي، د حکومت سربېره باید خیریه بنسټونه هم له دوی سره د کورونو په بېرته ابادولو کې مرسته وکړي؛ ځکه د اوس لپاره سر پناه نه لري.
په ننگرهار کې د وروستي توپان له امله د ننگرهار کانال شرکت ته هم درانه زیانونه اوښتي، چې د زیتونو ونې یې له بېخه ایستلي او د کانال په ځمکو کې یې فصلونه هم له منځه وړي دي.