د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کونړ د مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني په ملتیا د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون له ودانیزو چارو کتنه کړې او د پروژې د پرمختګ او تطبیق بهیر یې ارزولی دی.
د وزارت په وینا، د دغه روغتون په جوړېدو سره به د کونړ اوسېدونکو ته د معیاري او تخصصي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی پراخ شي.


